کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ ثور، ۱۴۰۲ل)
اردوغان: د داعش ډلې مشر مو په سوریه کې وژلى دى.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوریه کې د دوى د ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې د مشر “ابو حسين القريشي” د وژلو ادعا کړې ده.
اردوغان زياتوي چې د دوى د MIT استخباراتي ادارې په مټ يې د سوریې په شمال کې د افرين په سيمه کې د داعش تروریستي ډلې په وړاندې د شنبې په ورځ عملیات ترسره کړل، چې په پايله کې يې د داعش ډلې ورورستى مشر ووژل شو.
د ویلو ده چې دا د داعش ډلې دريم مشر ده چې وروسته له ابوبکر البغدادي او ابو الحسن هاشمي څخه وژل کيږي.