په تحریک انصاف ګوند د بندیز امکان؛ ګڼو مشرانو یې له عمران خان لاره بیله کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ جوزا، ۱۴۰۲ل)
له هغه وروسته چې د روانې مئ میاشتې په نهمه نېټه د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف حکومت مخالف ګوند مشر د پلازمینې اسلام اباد له سترې محکمې ځانګړو ځواکونو ونیوه او پر وړاندې یې قهر جنو ملاتړو د هیواد په ګوټ ګوټ کې خونړي لاریونونه پیل کړل چې په پایله کې یې د پاکستاني پوځ د مرکزي قومندانۍ د دفتر GHQ په ګډون یو شمېر مهمې دولتي ودانۍ او موټر وسوځیدل په تېرو درې ورځو کې د یاد ګوند د ځینو مهمو مشرانو په ګډون د عمران خان د ګوند پنځوسو غړو استعفاوې ورکړې دي.
تیره ورځ د یاد ګوند یوې مهمې غړې او پخوانۍ وزیرې “شیرین مزاري” فیاض الحسن چوهان، جلیل شرقپوري او د تحریک انصاف ګوند ځینو نورو غړو هم له عمران خان لارې جلا کړي او په پوځي مرکزونو یې حملې غندلې دي.
په ورته مهال د پاکستان د ګڼ ګوندیز حکومت د دفاع وزیر “خواجه محمد آصف” ویلي، چې ښایي د مئ د نهمې د پېښو په قضیه کې په تحریک انصاف ګوند بندیز ولګول شي.
خپله عمران خان بیا په حکومت تور لګولی چې د ګوند غړي یې ګواښلي ترڅو د ده ملګرتیا خوشې کړي؛ خو په خبره یې چې بدن کې یې یو څاڅکی وینه هم پاتې وي د خپل ولس ترڅنګ به دریږي او د “حقیقي آزادۍ” د تر لاسه کولو لپاره به یې هڅې روانې وي.
د ویلو ده چې د شاه محمد قریشي، اسد عمر او فواد چودري په ګډون د دغه ګوند ۷۰۰۰ زره پلویان د پولیسو په بند کې دي او د ترهګرۍ په ګډون له ډول ډول تورونو سره مخ دي.


