کابل: د اسلامي همکاريو سازمان پلاوي د سياسي مرستيال سره ليدنه؛ اسلامي نړۍ د افغانستان تلپاتې ثبات غواړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۲ل)

د افغانستان د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د اسلامي همکاريو د سازمان د علماؤ له پلاوي سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

په دې ناسته کې د اسلامي همکاریو سازمان د علماؤ پلاوي د اسلامي امارت له مېلمه پالنې په مننې وویل، په افغانستان کې د ډاډمن امنیت له امله دوی وکولای شول چې په ډاډه زړه لیدنې ولري او خپلې چارې ترسره کړي. دغو علماؤ چې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو اوسېدونکي دي زیاته کړه، اسلامي نړۍ د افغانستان تلپاتې ثبات غواړي او د جګړي پلوي نه ده.

 دوی همدارنګه په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه بې سارې او اغېزمنه یاده او ټینګار یې وکړ، چې پر دغو پرمختګونو باید نړۍ اعتراف وکړي.

ښاغلي مولوي عبدالکبیر، د اسلامي همکاریو د سازمان علماؤ ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، د اسلامي امارت مبازره د اشغال د ختمولو او اسلامي نظام د راتګ په موخه وه، چې اوس دغو دواړو موخو ته رسیدلی دی.

‏د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا، په افغانستان کې جګړه ختمه شوې، ژبني، قومي او مذهبي نفاق ته ځای نشته او افغان خاوره د قوي اسلامي نظام له لوري اداره کیږي.

محترم سیاسي مرستیال یادونه وکړه، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي.

دا مهال د افغانستان اسلامي امارت د سالم سیاست له امله افغانستان له یو شمېر دولتونو سره ښې سیاسي او تجارتي اړیکې لري.

په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر، د اسلامي علماؤ سره مجالس وستایل او یادونه یې وکړه چې اسلامي نظام د علماؤ مشورو ته درناوی لري.

مربوطه مطالب

Back to top button