جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د بريکس سازمان لپاره نوې ننګونې!

ح جلال نشرونکی: ح جلال
سپتمبر 2, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
21
ځلې شریک شوی
259
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

ليکنه: محمد سليم سليمان

بريکس چې انګرېزي نوم یې په لنډ ډول BRICS دی د نړۍ هغو هېوادونو ګډ اقتصادي سازمان دی چې د بنسټ اېښودونکو هېوادونو د نومونو له لومړنيو حرفونو څخه يې جوړ شوی دی. موسس هېوادونه یې (برازيل،روسيه، هند، چين او سويلي افريقا ) دي او په ترتيب سره (BRICS)بلل کېږي، په لومړيو کې دا سازمان بريک نومېده خو د سويلي افريقا په ورګډېدلو سره يې بريکس ته تغيير وکړ. د بریکس هېوادونو اقتصادي اغېز پر خپل شاوخوا هېوادونو او د نړۍ په کچه په هېوادونو ډېر زيات دی، د نړۍ د نفوسو عمده برخه همدا بريکس هېوادونه تشکيلوي او د نړۍ او سيمې په اقتصاد باندې بارز نفوذ لري ، د بريکس په هېوادونو کې د نړۍ له نيمايي څخه زيات نفوس پروت دی او د نړۍ تر ۳۰ فيصده زيات اقتصاد هم د دوی په لاس کې دی نن ورځ د BRICS جغرافیې د ځمکې د کرې دریمه برخه خاوره احاطه کړې ده.

ددې اقتصادي چوکاټ لومړنۍ رسمي ناسته په ۲۰۰۹ زيږدي کال کې د روسيې په يکترينبورګ کې د برازيل، روسيې، هند او چين د مشرانو په ګډون ترسره شوه او زياتره فوکس یې د نړيوالې او منطقوي افتصادي ستونزو په هواري، د نړۍ د مالي نظام په اصلاح ،او دهېوادونو تر منځ د خپلمنځي ښو او غوره سوداګريزو اړيکو او د تجارت لپاره د ښه اعتباري پولي سیستم په رامنځته کولو باندې متمرکزې وې.

ددې هېوادونو مشران په پام کې لري چې د يورو او ډالرو د ورځ تر بلې خرابېدلو له امله او هم له دې امله چې د دوی سيال (متحده ايالاتو) د سياسي حربې په توګه ډالر کاروي له يو له بل سره په سوداګريزو اړيکو کې د روبل، يوان، او هندي روپۍ پر استعمال باندې تمرکز وکړي او يا داسې نوې کرنسۍ راوباسي چې په خپل منځ کې یې د چلښت وړ وي او په خپل منځ او له نورو سره په سوداګري کې پر ډالرو او يورو باندې راکړې ورکړې ته په تدريج سره د پای ټکی کېږدي.

اوس مهال بريکس سازمان د ډېرو هېوادونو توجه ور اوښتې ده او زیاتره مخ پر وده هېوادونه غواړي چې ددې سازمان غړي شي او ان ترکيه چې د ناټو سازمان غړی هېواد دی او په منځني ختيځ کې د ښه اقتصاد درلودونکی دی غواړي د بريکس اقتصادي غړی شي،ايران چمتو دی چې په نږدې راتلونکي کې له دوی سره یوځای شي ، سعودي ، مصر، ارجنټاين، متحده عربي امارات، فیلیپین، مالیزیا او ویتنام یې هم د غړيتوب لپاره شېبې شماري د احتمالي کاندیدانو په منځ کې مکسیکو، وینزویلا او الجزایر هېوادونه هم هغه هېوادونه دي چې د غړيتوب هيله لري.نو ددې ټولو په نظر کې نيولو سره نشو کولای د نړۍ په اقتصادي او سياسي حالاتو او راتلونکي باندې ددې سازمان په ژورو اغېزو او نفوذ باندې سترګې پټې کړو.

ښکاره خبره ده چې د بريکس سازمان د اسیا او منځني ختیځ هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره یو نوی تحرک دی . او د همدې اقتصادي چارچوب په دننه کې په مجموع کې( د نړۍ په ختیځ )او په ځانګړي ډول د اسیا په لور په لويه پیمانه اقتصادي تغييرات د راڅرګندېدو په حال کې دي. دا سازمان د افغانستان په ګډون د مختلفو هېوادونو لپاره اقتصادي فرصتونو او پرمختګونو ته لاره پرانيزي خو چې ددې هېوادونو دولتونه او سوداګر په ښه او اغېزمن ډول ترې هوښيارانه استفاده وکړي. بريکس د اقتصادي پراختيا او پرمختيا لپاره ډيزاین شوی دی د پرمختللو او مخ پر وده هیوادونو لپاره ډیزاین شوی چې د دوه اړخیزو ګټو او برابرۍ شرایطو په رڼا کې کار کولو ته چمتو دي.

خو اوس نړيوال قوانين او اصول تر بل هر وخت د زبرځواکونو تر تهديد لاندې دي او په ځانګړي ډول متحده ايالات او ملګري یې هڅه کوي چې دا قوانين د خپلو ګټو په چوکاټ کې راوڅرخوي او نړيوال عدالت وننګوي. يو تر ټولو ښه اوسني مثال يې د بریکس سازمان د ویشلو هڅه ده، کوم چې د برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا اقتصادونه متحد کوي. د روان کال د اګست په پای کې به د دغو هېوادونو مشران د دې سازمان د سرمشریزې لپاره چې په جنوبي افریقا کې ترسره کېږي سره راټول شي.

د بریکس سرمشریزې سږنۍ غونډې بڼه بدله ده. د ولادیمیر پوتین پر ځای به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف استازیتوب وکړي. پوتين به د ویډیو لینک له لارې د ښه راغلاست وینا وکړي. جنوبي افریقا ته د ولادیمیر پوتین سفر دده د نیول کیدو د گواښ له امله ونشو. د پوتين د نيولو او توقیف حکم د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا صادر شوی دی او دا چې سويلي افريقا هم د جرمونو د نړيوالې محکمې اصول او قوانين لاسليک کړي دي نو په عملي کولو یې متعهده او پابنده ده.

په پوتين باندې د تورونو لامل د اوکراین – روسيې شخړه او هلته د بشري سرغړونو او په ځانګړي ډول له جنګي سيمود ماشومانو د ورک کېدلو په فعاليتونو باندې متمرکزه ده. که څه هم په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازې نیبنزیا په وار وار دې ته اشاره کړې چې د ماشومانو ژغورل د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون په چوکاټ کې ترسره کیږي او په بشپړه توګه د نړیوالو قوانینو سره سمون لري خو د امريکا متحده ايالات ، اروپايي ټولنه او اوکراين یې نه مني.

 د جزا نړيواله محکمه يا (ICC) د ماشومانو ژغورنه یو اخراج بولي، او د BRICS غونډه د پوتین د نيولو لپاره یو ښه فرصت ګڼي.

که څه هم BRICS یو خپلواک نړیوال سازمان دی، مګر غړي یې لاهم د نورو نړیوالو بنسټونو تر اغیز لاندې دي. که روسیه، هند او چین د جزا د نړيوالې محکمې قضاوت په رسمیت ونه پیژني، نو په برازیل او سویلي افریقا کې د هاګ پریکړې قانوني ځواک لري. د سویلي افریقا کې د روسیې د ولسمشر نیول کیدل د بریکس په دننه کې د یوې لویې شخړې او د دې سازمان د سقوط لامل کیدی هم شي.

سویلي افریقا او روسیې له اوږدو او خپل منځي پیچلو خبرو اترو وروسته تصميم ونيول شو چې د پوتين سفر لغوه شي.

د بریکس هیوادونه کېدای شي د جرمونو نړیوالې محکمې په څیر سازمانونو سره په خپلو اړیکو له سره غور وکړي. ځکه نړيوالې محکمې دوه ګوني معیارونه وضع کړي د متحده ايالاتو او ناټو لپاره يو ډول معيارونه او اصول دي او د نورې نړۍ لپاره بيا بل ډول اصول دي.

د امریکا متحده ایالاتو د روم د قانون له تصویبولو ډډه کړې، خو د روسیې او د هغې د متحدینو په اړه د جزا د نړيوالې محکمې د پرېکړو ملاتړ کوي. يانې هغه امریکايي پوځیان ، افسران او سياسيون چې جنګي جرمونه یې کړي دي بايد د جزا د نړيوالې محکمې له لورې محکوم نشي ان تر دې سپینې ماڼۍ ګواښ کړی چې که هاګ د جزا محکمه د امریکا جنګي مجرمین محاکمه کړي په هالنډ به برید وکړي. نو له دې معلومېږي چې په نړۍ کې زياتره نړيوال قوانين او اصول د هغه چا لپاره په اسانه د تغيير وړ دي چې زور لري او په نورو هېوادونو او سازمانونو نفوذ لري.

د بريکس د راتلونکې غونډې اصلي موضوع، چې د اګست په 22-24 کې به په جوهانسبرګ کې ترسره شي، “بریکس او افریقا: د ګډې ودې، دوامداره پراختیا او ټول شموله څو اړخیزې همکاري د ګړندی کولو لپاره ملګرتیا” نومېږي. ګډونوال به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، پرمختللو هیوادونو ته د خوراکي توکو رسولو، د اوکراین د شخړې پای ته رسولو لپاره د سولې نوښتونو او د بريکس سازمان د لا پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د افریقا، لاتینې امریکا او اسیا ډېری هېوادونه په بريکس کې د ګډون لېوالتیا ښودلې ده.او دې سازمان د برکس په حاشيه کې، د “ملګرو هېوادونوباثباته حلقه” په نامه يو بل ګروپ د رامنځ ته کولو په حال کې دی، چې د “بريکس+” په نوم یادیږي. او تر ۱۹ مخ پر وده هیوادونه لا له وړاندې چمتو دي چې د سازمان په کار کې برخه واخلي.

  په بريکس سازمان به سږکال د روسيې لخوا دا فشار هم وي چې د ICC په څیر د داسې محکمو او سازمانونو ملاتړ په تدريج سره پرېښودل شي او بريکس هېوادونه بايړ په خپل چوکاټ کې خپل قانوني بنسټونه رامینځته کړي. د سازمان غړي باید د غړو هیوادونو په وړاندې د نړیوالو بندیزونو ملاتړ ونه کړي او ټول غړي هېوادونه بايد نورې نړۍ ته په يوه خوله ځواب ورکړي.

د نوو غړو هېوادونو په راتګ سره به برکس د G7 لپاره یو جدي او ستر سیال شي چې د لویدیځ پرمختللو هیوادونو استازیتوب کوي

سربېره پر دې چين او روسيه چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي او د ويټو حق لرونکي هغه هېوادونه دي چې ددې سازمان درنښت او اعتبار یې ډېر کړی دی او سره له دې چې ددې سازمان ټول فوکس په اقتصاد او سوداګريزې پراختيا او همکاري باندې دی خو بيا هم د تاريخ په اوږدو کې هغه سازمانونه چې له سياسي اړخه غښتلي هېوادونه پکې عضويت ولري بريالي کېدلای شي. دا هېوادونه غواړي چې د امريکا او لويديځ له اقتصادي او سياسي سلطې اخوا ځانته خپل سوداګريزه همکاري ولري او د خپل منځي اقتصادي پراختيا لپاره د ډالر او يورو پرځای د خپلو هېوادنو کرنسيو (پولي واحدونو) څخه کار واخلي.

ددې سازمان د غړو تر منځ د همکاري د روسيې او اوکراين تر شخړې وروسته لا ډېر زياته شوه، روسيه چې د غرب له تحريم سره مخ شوه، نو مخ یې چين، هند او د منځني ختيځ هېوادونو ته ور اړولی او له دغو هېوادونو سره یې په اقتصادي برخه کې اړيکې پياوړې کړې دي لا هم لګيا ده په لاتينې امريکا، د اسيا په لرې ختيځ ، افريقا کې د نورو تجاري شريکانو په لټه کې ده او تر ډېره په دې کار کې بريالۍ ده او د تمې خلاف يې د غرب او ناټو اقتصادي بنديزونه تر اوسه پورې په بريا سره په شا تمبولي دي.

د بريکس اقتصادي چوکاټ د پرمختګ يو غټ علت دا هم دی چې چين د نړۍ په ستر اقتصاد ځواک له بدلېدلو څخه يوازې په څو قدمه لرې دی، روسيه د ګازو او تېلو پراخلې زېرمې لري چې د ډبروسکرو دويم او د نفتو اتم غني هېواد ګڼل کېږي او هم په اقتصادي لحاظ له ښه مقام څخه برخمن دی، برازيل بيا د کرنيزو محصولاتو په برخه کې ډېر متنوع او پراخ توليدات لري او پريمانه معدني شتمني لري.

مخکینې مطلب

کابل: د اسلامي همکاريو سازمان پلاوي د سياسي مرستيال سره ليدنه؛ اسلامي نړۍ د افغانستان تلپاتې ثبات غواړي

بل مطلب

د پلخمري نساجۍ فابریکې د بیارغونې او ترمیم چارې پيل شوې

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com