حسان مجاهد
نن ورځ هغه ګناه چې ډېره عامه شوې ده او خلګ ورته د ګناه په سترګه نه ګوري؛ هغه بدنظري(دسترګو غلط استعمال) دی. نن ورځ اکثره هغه فتنې او فسادونه او د ځوان نسل بې لاريتوب چې زموږ ټولنه ترې کړیږي؛ د همدې ګناه پيداوار دي. نن که څوک نه غواړي بیا هم له دغه ګناه سره مخ دي؛ ځکه ددې ګناه ستر مرکز انټرنیټ دی چې نن ورځ هر څوك ورته اړتیا او لاسرسی لري.
داچې له ګناه څخه د ځان ژغورلو یوه لاره د ګناه لاري بندول او د ګناه ناوړه پایلو ته پام کول دي؛ نو ما هم وپتیله چې د هر مسلمان په ځانګړي توګه د ځوان نسل د خيرخواهۍ لپاره دلته لومړی د بدنظري اسباب، ورپسې یې ناوړه پایلې او په پای کې یو شمېر د علاج لارې ذکر کړم.
د بد نظري اسباب
١_ دنفس اتباع او خپل خواهشات پوره کول.
٢_ د بدنظري په ناوړه عواقبو ناخبري.
٣_ نکاح ځنډول.
٤_ د الله تعالی په عفوه باور کول او سخت عذابونه يې له پامه غورځول.
٥_ له بدو خلګو سره ملګرتیا کول.
٦_ د انټرنیټ ډېر استعمال او ناوړه فلمونه، سریالونه، ډرامې او مجلې کتل.
٧_ دښځو او نارينه د اختلاط په ځايونو(په ځانګړي توګه بازارونو) کې ډېر ګرځېدل.
٨_له الله تعالی څخه ډار او تقوا پريښودل.
٩_ په بازارونو، کارځایونو، ښونځيو او سړکونو کې د ښځو آزادي او بې پردګي.
١٠_ د ګناهونو دنیوي او اخروي زیانونه له پامه غورځول.
د بدنظري ناوړه پایلې
١_ الله تعالی او د هغه رسولﷺ خفه کول.
٢_ په زړه کې کمزوري، غمونه، وسوسې او سختوالی پيداکېدل.
٣_ زړه ته دشيطان یوه لاره جوړول.
٤_ انسان په غفلت کې پاتې کيدل.
٥_ زړه د ايمان له انواراتو او بصيرت څخه بې برخي کیدل.
٦_ ناروا مينې او عشق مجازي ته لاره هوارول.
٧_ له آخرت څخه غافله کيدل.
٨_ زړه د شهواتو سمندر ته ټيل وهل.
٩_ له هغه چا سره زړه تړل چې ورسره هر ډول اړيکې ناروا وي.
١٠_ د ستونزو او فقر دروزاه پرانيستل.
١١_ دخیر له کارونو بې برخي پاته کيدل.
١٢_ د کتونکي او الله تعالی تر منځ او د کتونکي او نورو انسانانو ترمنځ نفرت او بیلوالی رامنځته کیدل.
١٣_ په دیني ارزښتونو بې باوري او عملي کمزوري.
١٤_ له مستقيمې لارې انحراف او کوږوالی.
١٥_ په رواني ناروغیو اخته کيدل.
١٦_ کورني اختلافات او شخړې رامنځته کيدل.
١٧_ په حافظه کې کمزوري پيدا کيدل.
١٨_ د ژوند له موخو شاته پاته کيدل.
١٩_ په انسان کې بزدلي پيداکېدل.
٢٠_ د الهي ميني او عشق پر ځای له مخلوق سره مينه کول.
د بدنظري علاجونه
١_ هغه قرآني او نبوي دلایلو ته فکر کول چې په ناروا نظر کې وارد شوي دي.
٢_ له الله تعالی څخه د سترګو په ساتنه کې توفیق غوښتل.
٣_ همیشه الله تعالی حاضر او عالم ګڼل.
٤_ د قيامت په ورځ په انسان باندي د سترګو شاهدي په ياد لرل.
٥_ هغه ملايکې په ياد لرل چې د انسان عملونه لیکي.
٦_ نفلي عبادتونه کول.
٧_ روژه نيول.
٨_ هميشه د الله تعالی ذکر کول.
٩_ له ګناه څخه په پرهيز کولو کې له نفس سره مقابله کول.
١٠_ له هغه ځايونو ځان ژغورل چې د غلط نظر امکان وي.
١١_ د جنتي حورو ښايست او تلپاتي پيغلتوب په ياد لرل.
١٢_ د سلفو صالحينو تاريخونه مطالعه کول.
١٣_ الله تعالی ته رښتيني توبه ایستل.
١٤_ د قبر عذاب، قيامت، پل صراط، جنت او دوزخ یادول.
١٥_د الله تعالی په خوشحاله کولو کې کوشش کول.
١٦_ خپل عواطف ددين په خدمت، امر بالمعروف او نهی عن المنكر کې مصرفول.
١٧_ نکاح کول.
١٨_ د نیکانو خلګو سره ملګرتیا کول او له بدکاره ملګرو ځان ژغورل.
١٩_ بدنظري د سترګو زنا ګڼل.
٢٠_ له هغه ځايونو ځان لري ساتل، چیرته چې د ښځو او نارينه وو اختلاط موجود وي.
٢١_ د انټرنیټ استعمال د ځان لپاره عادت نه جوړول، د استعمال په صورت کې یې غوره اهداف په پام کې نیول او له هر ډول ناروا تصويرونو، فلمونو او سريالونو ځان ژغورل.
٢٢_ په لاره، موټر، بازار او نورو ځايونو کې سترګې لاندي ساتل.
٢٣_ سترګې د الله تعالی ستر نعمت ګڼل او په تقوا سره يې شکر ادا کول.
٢٤_ له بې فایدې کتلو ځان ژغورل.
٢٥_ له ناروا نظر څخه د ځان ساتلو ګټې په پام کې نیول.
٢٦_ دیني زدکړه کول.
٢٧_ د سترګو ګناه لویه ګڼل.
٢٨_ حلاله نفقه خوړل.
٢٩_ له ټولو شرایطو سره برابر په خشوع او عاجزي لمونځ ادا کول.
٣٠_ ددنیا هر ډول شهوات او خوندونه فاني ګڼل.