چهارشنبه, اپریل 29, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

رسول الله ﷺ په څنګه وخت کې نړۍ ته راغی؟

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 27, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
39
ځلې شریک شوی
493
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حسان مجاهد

په عربو کې د اسلام نه وړاندي ډېر مذهبونه موجود وو، ځيني په دې عقيده وو چې هر څه د زمانې یافطرت پيدا دي او خدای تعالی هيڅ شی نه دی( العیاذ بالله)
ځینو به د بتانو عبادت په دې نيت کاوه چې الله تعالی ته مو نږدې کوي. ثقيف قبيلې په طائف کې د(لات) بت، قريشو په مکه معظمه کې د(عزا) بت، أَوس او خزرج په مدينه منوره کې د(منات) بت عبادت کاوه.
انسانان به د بتانو په نوم قرباني کيدو، د پلار نکاح کړل شوې ښځې به زامنو ته په میراث پاتي کيدلې، دخپلو سکه خویندو سره نکاح روا وه، د ښځو او ودونو لپاره ټاکلې اندازه نه وه، زنا او شراب خوريو په ټول مملکت کې عموميت درلود، بې حيايي او فحاشي تر دې کچې عامه شوې وه چې تر ټولو نامتو شاعر او شهزاده امراء القیس په خپله یوه قصيده کې له خپلې ترورزۍ سره د زنا کیسه ډېره په خوند بيانوي او بيا يې د کعبې شريفې په دروازه را ځوړندوي.
د جادو کسب هم وده کړې وه او ډيرو جادوګرانو به د شيطان د دوستۍ لپاره رياضتونه کاوه.
بدفالي
عربو په جاهليت کې ډير شيان په بد فالي نیولي وو، کارغه يې د بيلتانه لامل ګڼلو، ګونګی انسان یې هم ډېر بد ګڼلو او په آند يې، د ګونګي له اواز څخه مرګ او ورانی پيداکيږي همداراز پرنجی يې هم په بدفالي نیولی وو.
جنګونه او بدۍ
په عربي جاهليت کې به د وړو خبرو په سر جنګونه نښتل او جنګونه به له یوځل رامنځته کيدو وروسته تر اوږدو زمانو پورې غځيدو. که د جنګونو لاملونه وپلټل شي؛ نو هيڅ به داسي جنګ ونه موندل شي چې د کوم معقول او مهم سبب په وجه رامنځته شوی وي، هیڅ یو قوم يا هیواد په جنګ کې کومه ښیرازي لاسته نه ده راوړې او په جنګونو کې له تباهۍ او بربادۍ پرته له بل څه سره نه دي مخ شوي. خلاصه دا چې د جنګونو مينه زياته وه او په جنګ کې د مهارت څښتن د قدر وړ و، جنګې اسبابو ته زياته پاملرنه کیده همدا لامل و چې په عربي ژبه کې د آسونو او تورو نومونه تر زرو ياديږي.

دا هم ولولئ

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عاشقۍ او ناروا مينې
په عربي جاهليت کې له سړو څخه د ښځو د حجاب هيڅ اهتمام نه کيده او ښځې به د پردیو نارينه وو په وړاندي په آزاده توګه ګرځيدلې، له دې امله د ښځو او نارينه وو تر منځ ناروا مينې او عشق بازۍ په پراخه پيمانه وجود درلود، هغه کس ته به په نه سترګه کيدل چې هیڅکله به په کومه ښځه عاشق شوی نه وو، عاشقي دومره د فخر خبر ګرځيدلې وه چې ځينيو قبيلو د عاشقي له امله د شهرت نوم لرل لکه بني عذره قبيله.
د ژونديو لوڼو خښول
په قريشو او بني تمیم قبيلو کې د ژونديو لوڼو خښول ډير زيات وو، هغوی دا کار د ځان لپاره یو وياړ باله او د ژونديو لوڼو په خښولو کې سخت زړیتوب دې حد ته رسیدلی وو چې کله به نجلۍ د پنځه شپږ کاله شوه، نو ښايسته جامې به يې ور په تن کړې او په يوه بهانه به يې له کوره بهر ویستله، بې رحمه پلار به یې وختي لا يو کوهی جوړ کړی وو، نجلۍ به يې د شا له لوري کوهي ته ور ټېل وهله، هغې ناچارې به په چیغو چیغو له پلاره مرسته غوښته خو ظالم پلار به له شا خاوري پسي ور توی کړې، کوهی به يې له ځمکې سره برابر هوار کړ او کلي ته به راستون شو. د عربو په ځينو قبيلو کې دغه ناوړه عمل لږ وو خو په ځينو نورو کې بیا زيات وو، د بني تمیم قبيلې يو تن قيس بن عاصم خپلې لس لوڼې ژوندۍ خښې کړې وې.
لوټ ماري
تر اسلام وړاندي په ښاري خلګو کې که له یوې خوا د ګاونډي د حقوقو خيال ساتل کیده، خو له بلې خوا په کې د چل او فریب خويونه هم موجود وو، او هغه خلګ چې په دښتو به يې د کوچیتوب زندګي کوله؛ په لوټ ماري او انسان زورونه کې پرمخ وو، که به یې يوازي سړی ولیدل؛ نو مال به يې سمدستي ترې اخیستل او هغه سړى به يې د غلام په څېر پلورل، په دښتو کې به يې د اوبو څاګانې له مسافرو څخه په وښو کې پټې کړې وې؛ تر څو مسافر د اوبو په نه شتون کې له تندي ومري او مالونه يې لوټمارانو ته په لاس ورشي، ځيني خلګ په غلا او انسان ربړونه کې تردې کچې روزل شوي او مشهور شوي وو چې په ذوبان العرب( د عربو په شرمخانو سره ياديده)
د جاهليت دزمانې دودنه
کله چې به کوم کس ومړ؛ نو د هغه مړي اوښه به يې دقبر څنګ ته وتړله، یا به یې سترګې ور بندي کړې، یا به یې سر له سينې سره ور وتړل او اوښه به يې په هم دغه ځوروونکي حالت کې پريښوده تر هغه وخته چې دلته به مړه شوه او دا کار یې په دې عقيده کاوه چې له مرګه وروسته د بيا ژوندي کيدو پرمهال به دغه سړی په همدې اوښه سپور روانیږي.
هغوی په دې عقيده وو چې کله به يو څوک کوم ښار ته دننه شو او هلته به ورته دوباره د مرض خطر موجود وو، نو هغه سړی به د ښار په دروازه کې ودریدو او د خره په څېر به يې وانګولل تر څو دی د وبا له مرضه وژغورل شي.
کله چې به د چا اوښان تر زرو واوښتو نو سانډا اوښ ته به يې سترګې ور ویستلې او خوشی به يې کړ، تر څو د نورو اوښانو له نظره وژغورل شي.
که به په يو اوښ د خارښ مرض ولګيدو، نو د ناروغ اوښ په ځای به یې روغ اوښ ته داغ ورکاوو؛ ځکه دوی په دې عقيده وو چې د روغ اوښ له کبله ناروغ اوښ هم رغیږي.
کله چې به کوم غوايي اوبه نه څښلې، نو ټول غوايان به يې وهل، دوی په دې باور وو چې پيريان په غواګانو ناست دي او غواګانې له اوبو څښلو څخه منعه کوي.
کله چې به څوک په سفر روانیدو؛ نو د “ارتم” په نامه نرۍ لښتې ته به يې غوټه ور واچوله، کله چې به له سفره راستون شو، که به غوټه په خپل حال پاتې وه؛ نو ددوی په عقيده ښځه به يې پاک لمنه وه او که به غوټه خلاصه شوې وه؛ نو ښځې به يې دخاوند په نه شتون کې له پردي سړي سره بدکاري کړې وه.
په یو تېر کش کې به يې درې غشي اچولي وو، په یوه غیشي باندي “لا” او په بل به”نعم” لیکلي وو، کله چې به يې يو کار ته اراده وکړه نو تېر کش ته به يې لاس دننه کړ، که به د “نعم” والا غیشی راووت، نو هغه کار به مثبت وو او ترسره کول به يې او که به د”لا” والا غیشی راووت، نو هغه کار به منفي وو او پريښود به يې.
دوی دا عقيده هم درلوده چې که د مقتول قصاص له قاتل څخه وانه خيستل شي؛ نو د مقتول له کوپړۍ څخه د “هامه” په نامه یو مرغی را وزي او د انتقام تر اخیستلو پورې ګرځي او چيغي وهي چې ماته اوبه را کړئ ماته اوبه راکړئ.
ددوی په عقيده د هر انسان په نس کې يو مار ژوند کوي، کله چې دغه مار وږی شي نو د انسان له پښتیو څخه خوراک شروع کړي.
دوی دا عقيده هم درلوده چې که د کومې ښځې اولاد مړ کیږي، نو دغه ښځه که د يو مړ انسان په جسد ښه ډېره وخيژي راوخيژي نو اولاد به يې نه مري.
کله چې انسانان په جهالت کې تردې حده ډوب شوي وو او هر لوري ته د فتنو او فسادونو بازار ګرم وو؛ نو په داسي وخت کې د زمانې بوډۍ هم د يو چا د ظهور لپاره کرړونه کرړونه کاله انتظار کړی وو.
د اسمان ستورو هم له ازله ددې ورځي په مينه کې د انتظار سترګې لاري ته نيولې وې. اسمان هم له مودو مودو ددې روح پالونکي سهار په تمه او اميد شپه او ورځ سرګردان و.
د قضا او قدر د کارکوونکو ښايسته مجلسونه، د عناصرو رنګينې، د لمر او سپوږمۍ نور شیندنه، د وریځو او بادونو منډي ترړي، د إبراهيم (عليه السلام) توحيد، د يوسف (عليه السلام) جمال، د موسی (علیه السلام) معجزې او د عیسی (علیه السلام) پوکی دا هر څه ددې لپاره وو چې دا ګران او قیمتي شیان به د سردار دو جهان په دربار او خدمت کې په کار راځي.
هوکې! هغه یو ورځ وه چې د کسری ماڼۍ چپه شوې، د فارس آتش کده مړه شوه، د عجمو شان، د روميانو شوکت او د چین جګې ماڼۍ را نسکورې شوې، د ګمراهيو اورونه مړه شو، له بتخانو څخه دوړي پورته شوې، د مجوسيت کوشېر مات شو، د نصرانيت خزان وهلې پاڼې ور ژيدې، دنيکمرغۍ په باغ پسرلی راغی، د توحيد ازانګه پورته شوه، د هدایت لمر په هر لور وړانګي وغځولې. او د انساني اخلاقو په هنداره قدسي نور وځلیدو يعني د عبد الله يتيم، د آمنې بي بي د زړه ټوټه، د حرم بادشاه، د عربو واکمن، د کونینو سردار د ربيع الأول په (نهمه نيټه) ددوشنبې په ورځ دنيا ته تشريف راووړ.
یادونه!
باید وویل شي چې د رسول الله ﷺ پيدايښت په ټولو انسانانو باندي د الله تعالی یو ستر نعمت دی اوټولو بدمرغيو ته د پای ټکی دی، ددغه ستر نعمت شکر په موږ ټولو واجب دی او شکر يې يوازي په میلاد النبي ﷺ کې خیراتونه او صدقې نه دي، بلکې په ځای شکر یې دادی چې د رسول الله ﷺ دسنتو اتباع وشي، د رسول الله ﷺ هغه دين چې نن ورځ غریب ګرځيدلی ده او له هر لوري ورباندي حملې شروع دي؛ بايد خدمت او اشاعت يې وشي او دفاع ترې وشي او هغه د جاهليت د زمانې بدعتونه او منکرات چې په دې زمانه کې راڅرګند شوي دي او مخ پر وده روان دي؛ په وړاندي يې بايد مبارزه وشي او په ټوله نړۍ داسي رښتنی اسلام حاکم شي لکه د رسول الله ﷺ په زمانه کې چې حاکم وو. پای

لوی ټکي: حسانرسول اللهصلی الله علیه وسلممیلاد
مخکینې مطلب

عراق: د واده په مراسمو کې د اور لګېدنې له امله تر سلو ډېر کسان وژل شوي

بل مطلب

آذربایجان: له ارمنستان سره یې په وروستی جګړه کې ۱۹۲ پوځیان وژل شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026

وروستي

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com