عراق: د واده په مراسمو کې د اور لګېدنې له امله تر سلو ډېر کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۲ل)

د عراق د موصل ولایت اړوند په “نینوا” سیمه کې د واده په مراسمو کې د اور لګېدنې له امله تر سلو ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان دي.

د عراقي رسنیو د راپورونو له مخې د نینوا ولایت په “الحمدانیه” ښار کې د واده په یوه تالار کې د مراسمو پر مهال ناڅاپه اور ولګېد. مړي او ژوبل کسان روغتونونو ته رسول شوي دي.

د واده په مراسمو کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان موجود وو، په داسې حال کې چې ناوې او زوم هم په اور کې مړه شوي، د اورلګېدنې له امله د ودانۍ یوه برخه هم نړېدلې ده.

د روغتونونو سرچينې وايي، چې د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر نور هم زيات شي. د عراق حکومت د ښار په ټولو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button