کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۲ل)
د آذربایجان پوځ ویلي دي، چې په ننګورنو قره باغ کې یې د ارمنستان سره په وروستی دوه ورځنی جګړه کې ۱۹۲ پوځيان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
د آذربایجان د روغتیا وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملیاتو کې ۱۸۰ پوځیان او ۱۲ ځانګړي سرتېري وژل شوي ۵۱۱ نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د عملیاتو په ترڅ کې د ارمني ځواکونو د ډزو په پایله کې ۱ تن ملکي وګړی وژل شوی او ۱ تن بل ټپي شوی دی.
د آذربایجان پوځ د سپټمبر په ۱۹مه په نګورنو قره باغ سیمه کې د ارمنستاني ځواکونو پر وړاندې پراخ تهاجمي عملیات پیل کړي و چې تر دوه ورځو سختو نښتو وروسته د روسیې په منځګړیتوب اوربند رامنځته شو او ارمني ځواکونو وسلې پر ځمکه کیښودې.
د ویلو ده چې د آذربایجاني ځواکونو په دغو ځپونکو عملیاتو کې ۱۲۰۰ ارمني عسکر ووژل شول، ۸۰۰ ټپیان شول او ۳۰۰۰ نور د اذربایجان لخوا ونیول شول.


















