کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د عراق اسلامي سازمان “حشدالشعبي” یوځل بیا د اسرائیلو پر ستر بندري ښار”ایلات” باندې هوایي بریدونه کړي دي.
د اسرائیلو یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کړې ده، د اسرائیلو 12 خبري آژانس ته تائید کړې ده، چې یاد بریدونه نن ماښام ترسره شوي، له بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پکې کار اخیستل شوی دی.
یادې اسرائیلي سرچینې تائید کړې، چې په یادو بریدونو کې یو شمېر سیمو ته زیانونه رسیدلي؛ خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان په اسرائیلي اهدافو بریدونه کوي، بلکې یادې ډلې پر غزې تړانګې د اسرائیلي نیواکګرو د وحشیانه حملو له پیل وروسته په اسرائیلو ګڼ بریدنه ترسره کړي دي. یادې ډلې دغه راز په عراق، سوریه او اردن کې هم د امریکا پر پوځي اډو ځپونکې حملې کړي، چې لسګونو امریکایي پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


















