غزه؛ حماس ځواکونو سره نښتو کې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې حماس ځواکونو په دوه جلا بریدونو کې ۷ تنه صهیونیستي ترهګر پوځیان وژلي او ګن نور یې ټپیان کړي دي.

د حماس اړوند سرچینو دیمن دولتي تلویزیون ته ویلي، چې ځواکونو یې د “جبالیا” پنډغالي اړوند سیمه کې ۵ اسرائیلي پوځیان وژلي، وسلې او مهمات یې هم ترې غنیمت کړي دي.

یادو سرچینو دغه راز ادعا کړې، چې ځواکونو یې پر هغې ودانۍ هم برید کړی، چې ترهګر پوځیان پکې مېشت و، چې په پایله کې یې ۲ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button