یمن؛ د امریکا او برېتانیا هوايي بریدونو کې ۱۶ تنه شهیدان شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

د یمن دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې تېره شپه د پلازمینې صنعاء په هوایي ډګر او حدیده سوداګریز بند د امریکایي او برېتانوي اشغالګرو هوایي بریدونو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یمني رسنۍ خبر ورکوي، چې بریدونه د پلازمینې په هوایي ډګر او حدیده بندر ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۱۶ کسان شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د یمن دولتي تلویزیون وایي، چې په شهیدانو کې ۱۲ یې د یمني ځواکونو سرتېري او پاتې ولسي وګړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا او برېتانیا وحشیانه بریدونو ته په خپل لومړني غبرګون کې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې د دوښمن بزدلانه بریدونه یې عزم نشي ننګولی او د فلسطیني او لبناني ولس په ملاتړ به په صهیونیستي اهدافو بریدونو ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button