د يوه مصري تلويزيون ټولپوښتنه کې شهيد يحيی سنوار د کال غوره شخصیت نومول شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د يوه مصري تلويزيون په ټولپوښتنه کې شهيد يحيی سنوار د کال غوره شخصیت نومول شوی دی.
د حماس جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر مخکینی مشر شهید یحی السنوار د مصر “رصد تلوېزیوني” شبکې یوې ټولپوښتنې کې د ۸۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو د عربي نړۍ د غوره شخصیت په توګه نومول شوی دی.
دې ټولپوښتنه کې چې تر ۳۰۰ زرو زیاتو کسانو ګډون کړی وو ۸۵ سلنو یې شهید السنور د عربي نړۍ د ۲۰۲۴م کال د غوره شخصیت په توګه نومولی دی.
شهید یحی السنورا د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر په ۱۸مه د غزې تړانګې سویل رفح ښار “تل السلطان” سیمه کې له اشغالګرو پوځیانو سره په مخامخ جګړه کې په شهادت ورسېد.
د یادونې ده، چې شهید یحی النسوار د طوفان الاقصی عملیاتو طراح هم یادېږي هغه عملیات چې نړۍ ته یې د صهیونیستي رژیم د اطلاعاتي دستګاه ماتې په ډاګه کړه.



