د سوريې د بهرنيو چارو وزير سعودي عربستان ته سفرکوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
ټاکل شوې ،چې د سوريې د بهرنيو چارو وزير اسدحسن الشېباني په خپل لومړي بهرني سفر سعودي عربستان ته سفر وکړي.نوموړي ته د سعودي د بهرنيوچارو وزير شهزاده فيصل بنفرهان بن عبدالله بلنه ورکړې.هغه پر خپله اېکسپاڼه ليکلي:(( زه وياړم چې د خپل هېواد په استازيتوب په خپل لومړي نړيوال سفر سعودي عربستان ته ځم.))الشېباني همداراز ليکلي ،چې سعودي عربستان سره په هره برخه کې ښې ستراتيژيکې اړيکې غواړي. الشېباني د روانې ډسمبر مياشتې په ۲۱مه نېټه د واکمن حکومت له لوري د سوريې د بهرنيوچارو د وزير په توګه وټاکل شو.



