کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت د پاکستان د دفاع وزیر هغه ادعا چې وایي اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان د انتقال لپاره د پیسو غوښتنه کړې، خواشینونکي، بېاساسه بللې او رد کړې.
ملا حمدالله فطرت ویلي، د پاکستان د لوړې کچې یو چارواکي لخوا دا ډول دروغجنې ادعاوې د خواشینۍ وړ دي.
ښاغلي فطرت زیاته کړې، چې معلومه نه ده د پاکستان چارواکي د دې ډول ادعاوو له مطرح کولو څخه څه هدف لري.
دغه غبرګون وروسته له هغه دی، چې د پاکستان د دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ د جیو نیوز سره په خبرو کې ادعا کړې چې اسلامي امارت د پاکستان له پولې څخه د پاکستاني طالبانو د لرې کولو په بدل کې ۱۰ میلیارده پاکستانۍ روپۍ غوښتې دي.


















