کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
په دمشق د واکمنې تحریرالشام ډلې په مشرۍ د سوریې د منځ مهالي حکومت د بهرنیو چارو د وزیر “اسعد حسن الشیبانی”
په مشرۍ د یاد حکومت یو لوړ پوړ پلاوی د سعودي عربستان پلازمینې “ریاض” ته رسیدلی او هلته یې له لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي دي.
د سوریې د نوي حکومت بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیبانی وایی، دا چې د بشارالاسد د حکومت تر پرځېدو وروسته بندیان خوشې شوي او د بیارغونې هڅې پیل شوي، نو په خبره یې، پر دغه هېواد لګېدلي بندیزونه اوس بې مانا دي.
حسن الشیبانی الجزیرې ټلویزیون سره خبرو کې دغه راز امریکا سره اړیکې مهمې بللي، خو زیاته کړې یې ده چې، د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د نوي حکومت پورې اړه لري.


















