ټرمپ د بشري حقونو له شورا څخه د وتلو فرمان لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۳ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځايي وخت د فبرورۍ په ۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د امريکا د وتلو فرمان لاسلیک کړ او په دې سره به نور دغه هېواد د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او کار ادارې (UNRWA) ته پیسې نه ورکوي.
په ۲۰۱۸م کال کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نیکې هیلې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ.
هغې وویل چې د م م د بشري حقونو شورا له اسرائیلو سره “تعصب لري” او ” بشري حقونه په اغېزمنه توګه نه شي ساتلی”.

مربوطه مطالب

Back to top button