ترکیې ته د سوریایي ولسمشر احمد الشرع سفر؛ ولسمشر اردغان سره یې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر احمد الشرع د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي بلنه تیره ورځ انقرې ته تللی.
ولسمشر اردوغان ولسمشر احمد الشرع او ورسره مل پلاوي ته یې ولسمشر ماڼۍ کې تود هرکلی وکړ
وروسته دواړو مشرانو لیدنه وکړه. په لیدنه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د استخباراتو مشر ابراهیم قالن هم ګډون درلود.
دغه رار د دواړو اړخونو تر لیدنې وروسته ولسمشر اردوغان ولسمشر احمد الشرع سره په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
ولسمشر رجب طیب اردوغان خبري غونډې ته وویل چې:”زه باور لرم چې د سوریې سره د پیوستون او همغږۍ سره به سیمه د ترهګرۍ نه پاکه او یوه ډاډمنده د سولې او ثبات فضا رامنځته کړو. ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام وویل لکه څنګه چې موږ خپل سوریایي وروڼه په خورا نا امیده او سختو ورځو کې یوازې نه دي پریښي، په نوې دوره کې به هم دوې یوازې پرینږدو او اړینې مرستې به ورسره وکړو.” اردوغان یادونه وکړه چې هغه د ولسمشر الشرع تاریخي سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د دایمي دوستۍ او همکارۍ د لا پیاوړي کولو په برخه کې یو مهم ګام ګڼي. د ګاونډي هېواد سوریې پر وړاندې زموږ د پالیسۍ اساس له اوږدې مودې راهیسې د دې هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي ساتل دي. یادې خبري ناستې ته ولسمشر احمد الشرع وویل، چې د سوریې او ترکیې ترمنځ اړیکې د تاریخ په اوږدو کې تل قوي او پیاوړې وې.”موږ یوځل بیا خپل هوډ تکراروو چې دا اړیکې به په ټولو برخو کې په ژورې ستراتیژیکې ملګرتیا بدلې کړو. په دې برخه کې، موږ په بشري، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو برخو کې خپله ګډه همکاري پیل کړې ده. موږ په نورو لویو ستراتیژیکو فایلونو هم یوځای کار وکړو، په ځانګړې توګه په سیمه کې د امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره د ګډې ستراتیژۍ رامینځته کول. دا هڅې د سوریې او ترکیې لپاره د دوامداره امنیت او ثبات لپاره اړینې دي.
د ویلو ده، چې دا د سوریې د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د احمد الشرع دویم رسمي سفر ده نوموړی تر دې وړاندې سعودي عربستان ته هم په یو رسمي سفر تللی و، چې د یاد هېواد د لوړ پوړو چارواکو لخوا یې دود هرکلی وشو.



