یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین ایلات ښار باندې د بالستیک توغندیو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۳)

د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو د اشغالي فلسطین په ایلات ښارګوټي کې د صهیونیستي ريژیم ځینې اهداف په بالستیک توغندیو ویشتلي دي.

د یمن وسله والو ځواکونو ته نږدې سرچینې ادعا کوي، چې یاد بریدونه صهیونیستي اشغالګر ريژیم ته یو خبرداری و که چیرې غزه کې اوربند مات کړي پر وړاندې به یې ځپونکي بریدونه پیل کړي.

که څه هم صهیونیستي ريژیم په رسمي توګه د یادو بریدونو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو وړمه ورځ د یمني حوثیانو بنسټګر مشر “سید عبدالمالک حوثي” د بریدونو د بیا پیلولو خبرداری ورکړی و.

مربوطه مطالب

Back to top button