د سلواغې ۲۶مه؛ د بریا او عبرت ورځ

لیکوال: شېرمحمد اميني ستانکزی
له نن څخه پوره ۳۶ کاله وړاندې د سلواغې په ۲۶مه افغانانو شوروي اشغالګرو پوځونو ته ستره ماتې ورکړه او افغانستان یې له شورویانو آزاد کړ. خو استکباري هېوادونو بیا له دې دویمې آزادۍ هېڅ عبرت وانخیست، چې له دې ډلې امریکا په غیرشعوري توګه زموږ پر سپېڅلي خاورې یرغل وکړ. دې کفري هېواد نه یوازې د ستر طاقت انګلیس او شوروي هېوادونو څخه زده کړه ونه کړه؛ بلکې د هغوی پر پل یې قدم کېښود. هماغسې چې دواړو هېوادونو (انګلیس او شوروي) د افغانانو لخوا شرمېدلې ماتې خوړلې وې، امریکا هم د افغانانو د شهامت له برکته د سر ټیټو هېوادونو په کتار کې ودرېده.
سرو پوځیانو نه یوازې افغان ولس وځاپه؛ بلکې خپل هېواد یې هم د سیاسي او اقتصادي له اړخه وځپل، ماتې وخوړه او خپل ځانونه یې د هلاکت کندې ته وغورځول. د وخت شوروي یرغلګرو زموږ په هېواد کې لاس په ظلم پورې کړ، له یو میلیون زیات افغانان یې شهیدان او تر یونیم میلیونه ډېر ټپیان، معیوب، تري تم او تر شپږ میلیونه نور یې مهاجرت ته اړ کړل. دا څه وو؟ دا د هغو غلامانو لاسته راوړنې وې، چې شوروي یرغلګرو ته یې چکچکې وهلې او د هغوی په ملاتړ یې زموږ په ولس حکومت کاوه. خو شوروي یرغلګرو بیا زموږ د هېواد په ویجاړولو، د ولس په شهیدانولو او ظلمونو لګیاول.
شوروي هېواد او متحدینو یې زموږ بې ګناه ولسونه ودردول، وربړول او شکنجه یې کړل. له شهیدانو او ټپیانو پرته؛ ډېری کسان یې تري تم کړل او د کورنیو غړي یې تر اوسه د هغوی د راتګ لارې څاري. شورویانو زموږ د هېواد ګڼ شمېر ملي تاسیسات ونړول او افغانان یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړل. د هېواد ښوونیز مرکزونه یې په سیاسي مرکزونو بدل کړل، د خلکو ذهنونه یې مغشوش او غوښتل یې چې دلېنن او کمونیزم په عقیدوي افکارو یې واړوي. خو زموږ بهادر او اتل ولس یې پر وړاندې د سپېڅلي جهاد نعره پورته کړه، دیرغلګرو سرو پوځیانو په مقابل کې په تش لاس مقاومت ته دوام ورکړل او د مبارزو د ګټلو پایله د افغان ولس په برخه شوه.
شورويان چې د افغانانو له کلکو مبارزو سره مخ شول، نو په ټیټو سرونو زموږ د هېواد پرېښودو ته په کال ۱۳۶۷ هجري لمریز د سلواغې په ۲۶مه اړ شول. هغه خبره رښتیا ده، چې وايي؛ د آزادۍ ګټل آسانه دي؛ خو ساتنه یې ستونزمنه ده.
نو کله چې شورويان زموږ له هېواده ووتل،د جهادي رهبرانو خپلمنځي اختلافونه د کورنیو جګړو سبب وګرځېدل. د دې کورنیو جګړو له امله د بهرنیو هېوادونو مداخلې لاپسې زیاتې شوې او په هېواد کې یو بل کورنی ناورین پیل شو.
په دغو کورنیو ناورینونو پسې د طالبانو اسلامي تحریک رامنځته شو او د هېواد پر ځمکه د شر او فساد جرړې یې له منځه یوړې. د افغانستان ۹۵ سلنه خاوره کې د اسلامي امارت حاکمیت ټینګ شو. خو غربیانو او ورسره ملاتړي هېوادونو دغه سپېڅلی نظام (اسلامي امارت) د سیاسي لوبو او بې اساسه پلمو له مخې ښکار کړ. په پایله کې نوموړی نظام د غربیانو د یرغل په واسطه وپاشل شو.
غرب او متحدینو یې د زمري ۲۸مه او د سلواغې ۲۶مه نېټو تاریخونه نه و لوستي، چې دعبرت درس یې اخیستی وای، دوی افغانستان باندې یرغل راوړل او شل کاله زموږ په خاوره د اشغال کرغیړنې وړانګې خورې کړې وې.
له انګلیسانو نیولې، بیا تر شوروي او امریکا یرغلګرو پورې دغو دریو واړو ته نه یوازې زموږ په خاوره کې مالي زیانونه واوښتل؛ بلکې ځاني تاوانونه چې په لکونو د انګلیسانو، شورویانو او امریکایي پوځونو ککرۍ خاورې شوې.
د دغو دریو سوپر طاقتو هېوادونو ناکامي په افغانستان کې ټولې نړۍ ته ثابته شوه، چې افغانستان داسې هېواد دی، چې ولسونه یې دخپلو سرونو تیر دي، خو له خپل هېواده نه تیریږي. دا هم زموږ د نیکونو او پلرونو شعار دی، چې په ماشومتوب کې ټولو افغانانو ته په زانګو کې ویل شوی او داسې د غیرت درس یې موږ ته راکړی، چې هېڅکله به له دې درس نه یو افغان هم مخ و نه ګرځوي.
خو؛ نړۍ دې په خلاصو غوږو دا واوري، چې نور د افغانستان د جوړونې په فکر کې شي، نه د ورانولو! د انګلیس، شوروي او امریکا له شرمیدلو ماتې دې زده کړې وکړي او خپلو نسلونو لپاره د عبرت اخیستو درس په ښوونیزو نصابونو کې شامل کړي.



