ملا برادر اخند: د اوبو کمښت د نړۍ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو منفي اغېزه کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۳ل)

د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند کابل کې د اوبو نړیوال کنفرانس ته ویلي، چې د اوبو کمښت د نړۍ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو منفي اغېزه کړې ده.

د نوموړي په خبره: دا مهال اوبه د کمېدو په حال کې دي، چې دې چارې د نړۍ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو منفي اغېزه کړې ده.

ملا برادر ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د افغانستان د اوبو د مدیریت لپاره کار پیل کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button