شیخ نعیم قاسم: د صهیونیستانو پر ضد به د حسن نصرالله تګلارې ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۳ل)

د حزب الله اسلامي مقاومتي غورځنګ مشر “شیخ نعیم قاسم” د یادې ډلې د بنسټګر مشر حسن نصرالله د جنازې په مراسمو کې ویلي، چې د صهیونیستانو پر ضد به د حسن نصرالله تګلارې ته دوام ورکوو.

نوموړي چې د حسن نصرالله او هاشم صفي الدین د جنازې په مراسمو کې یې خبرې کولې وویل: حسن نصرالله چې د کوم هدف لپاره “شهید” ووژل شو هغه ډیر سپیڅلی هدف ده او دوی ټول پرې قربانۍ ته چمتو دي.

د یادونې وړ ده چې شیخ نعیم قاسم ګواښ کړی، چې که پر غزې د صهیونیستي ریژیم بریدونه بیا پیل شي نو دوی یې دفاع ته چمتوالی لري.

مربوطه مطالب

Back to top button