کابل ټکی کام (ديشنبه، ۶ حوت، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې، د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین دوکتور محمد نعیم او د آذربایجان سفیر ښاغلي الهام محمدوف ليده کاته کړي، چې په ترڅ کې يې د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي محمد نعیم د “کوپ ۲۹” غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون او د آذربایجان له همکاریو د مننې ترڅنګ؛ د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې مهمې بللي او د دې اړیکو د لاپیاوړتیا هیله یې څرګنده کړې ده.
دغه راز ښاغلي محمدوف چې آذربایجان له افغانستان سره خپلو اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي، له همدې امله یې په کابل کې خپل سفارت پرانیست او په آذربایجان کې یې د اسلا،مي اما،ر،ت ډیپلوماټان ومنل.
په پای کې، د آذربایجان سفیر د بهرنیو چارو وزارت له ښې همکارۍ مننه وکړه او هم دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار وکړ.


















