نن افغان او پاکستاني چارواکي د تورخم دروازې پرانیستلو په موخه خبرې کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ حوت، ۱۴۰۳ل)

ټاکل شوې چې نن د افغانستان او پاکستاني چارواکو تر منځ د تورخم دروازې د پرانيستلو په موخه ګډه ناسته ترسره شي.

د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت وايي، پاکستاني لوري تورخم دروازه د درېیمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ -راتګ لپاره تړلې ده.

ښاغلی حکمت وایي، نن مازیګر مهال له پاکستاني مسوولینو سره غونډه کوي او له مقابل لوري سره به د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه خبرې وکړي.

د تورخم کميسار يو ځل بيا له مسافرو او ناروغانو وغوښتل چې څو دروازه نه وي پرانیستل شوې، دوی ته تورخم ته له راتګ ډډه وکړي.

د يادونې ده، چې تورخم دروازه د تيرې جمعې شپې راهيسې د پاکستاني لوري لخوا ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د امارت ځواکونو لخوا د تاسيساتو جوړولو په غبرګون کې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button