کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۳ل)
رویټرز خبري اژانس د حماس اسلامي غورځنګ د یوه لوړ پوړي چارواکي “باسم نعیم” له قوله خبر ورکړی، د اوربند د هوکړې نور پړاونه د فلسطیني بندیانو د خوشي کېدو او نه خوشې کېدو پورې مشروط دي او اسرائیل باید پر خپلې هوکړې ودریږي.
دا په داسې حال کې ده چې صهیونیستي ريژیم تېره ورځ اعلان وکړ چې د نورو ۶۲۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو لړۍ تر هغې دروي چې حماس غورځنګ د دوی شرایط نه وي پوره کړي او د اسرائیلي بندیانو د خوشې کولو تضمین نه وي ورکړ شوی.
په ورته مهال حماس غورځنګ وړاندیز کړی دی، چې د غزې اوربند په دویم پړاو کې دې د دواړو لورو ټول بندیان یوځای تبادله شي.


















