د عراق د اسلامي مقاومت ادعا؛ سوریه کې یې امریکایي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د عراق اسلامي مقاومت سازمان” حشدالشعبي” ځواکونو د سوریې په “دیرالزور” ولایت کې د امریکایي اشغالګرو پر یوې پوځي اډې توغندیز بریدونه کړي دي.

یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې بریدونه یې بریالي و او امریکایي پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې وړ ده، چې په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد د ريژیم تر نسکورېدو وروسته دا څلورم ځل دی، چې یاد هېواد کې امریکایي اهداف په نښه کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button