لوګر: د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې او د دوو چکډمونو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ حوت، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې، د لوګر ولایت د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه او د دوو چکډمونو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغو پروژو ګټې اخيستنې ته د سپارلو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي او نورو مسولينو ګډون درلود.

د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت له لوري پلې شوې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، دغه بند د ۹ میلیون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او ۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې ۹زره کورنۍ ورڅخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کوي.

همدارنګه، نوموړي دوه چکډمونه د پنځه میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت پلي شوي چې په ټوله کې د ۱۶ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

مربوطه مطالب

Back to top button