کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ حوت، ۱۴۰۳ل)
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وايي، چې د ۱۲۹ خالي بستونو لپاره له ۲۴۳ ګډونوالو څخه ازموینه اخیستل کېږي زياتوي:«موږ د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا لپاره ژمن یو، چې په روغتونونو کې وړ او مسلکي کسان وګمارو».
په دې کسانو کې ۳۷ ښځينه او نور نارينه دي.
ښاغلی حقاني وايي، د عامې روغتيا وزارت د خپلو شريکانو په همکارۍ د روغتيايي سيستم د پياوړتيا لپاره د مسلکي او وړ کسانو ګمارلو ته ژمن دی.
نوموړي زياته کړه، چې د عامې روغتيا وزارت د يو داسې روغتيايي سيستم د پياوړتيا لپاره هڅې کوي چې د وړ مسلکي او ژمنو کسانو له لوري اداره شي.
هغه وويل دا شفافه ازموينه زمونږ د اهليت پر بنسټ د ګمارنې ژمنتيا نوره هم ټينګوي ترڅو وړ او مستحق کسان زمونږ د خلکو د خدمت جوګه شي.


















