کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۳ل)
د اوکرایین ولسمشر زېلینسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د تیښتې سړی نه یم؛خو حالات داسې دي چې هڅوي مې هېواد پرېږدم.
نوموړي چې نن یې د روسیې او اوکرایین د جګړې د دریمې کلیزې په اړه خبري ناستې ته خبرې کولې وویل:زه د تیښتې سړی نه یم، خو شرایط داسې راغلي چې هڅوي مې څو خپل وطن پرېږدم او یوه بل هېواد کې میشت شم.
نوموړی وایي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې مسلسل هڅول کیږم چې نور باید خپل هېواد پرېږدم او وتښتم.
هغه له خپلو ملګرو هېوادونو ګیله کړې چې په نیمه لار کې یې پرېښود او اوس تيښتې ته برابر شوی دی.


















