د افغانستان او چين ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخولو او سوداګرۍ اسانتیا لپاره ګډه کاري ډله جوړېږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵وری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي، د چین د خلکو جمهوریت له سفیر ښاغلي ژاو شینګ سره د کتنې په ترڅ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز توازن پر ټینګښت ټینګار شوی او دواړو لوریو د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په اړه په ځانګړي ډول جلغوزي، انار، قیمتي او معدني ډبرو (لکه نفرائت، اونکس، لاجورد، تالک) او نورو محصولاتو د صادرولو پر موضوع بحث شوی دی.

د صنعت او تجارت وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د دې خبرو موخه دا وه چې چین ته د مستقیمو صادراتو بهیر اسانه شي، د ترانزیت او لېږد لګښتونه کم شي، او د افغانستان د اقتصادي سکتورونو د پراختیا لپاره اړین ماشینونه وارد شي.

دغه راز د دواړو خواوو تر منځ توافق شوی چې د لا زیاتې همغږۍ، سوداګریزو اړیکو د پراخولو، او د سوداګرۍ د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره به یوه ګډه کاري ډله جوړیږي او منظمې ناستې به ترسره کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button