له حاجيانو غوښتنه؛ هېڅکله د ښځو عکسونه يا ويډيوګانې مه اخلئ، دا سخت منع دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵وری، ۱۴۰۴ل)

د حرمين الشريفن اړوند Inside the haramain په نوم په يو فسبوک اکاونټ کې د ځينو نورو ژبو تر څنګ په پښتو ژبه هم له حاجيانو غوښتنه شوې چې په حرمينو کې د عبادت پر مهال خپل ټيليفونونه يوې خواته کښېږدي او انځورونه يا ويډيوګانې دې نه کوي.

په ياد پيغام کې ويل شوي:

ګرانه حاجي! کله چې تاسې عبادت کوئ، نو مهرباني وکړئ خپل ټليفون يوې خوا ته کښېږدئ. دا مبارکې شېبې دې ستا زړه ثبت کړي، نه کامره.

دغه راز د ښځو پر انځورونو او ويډيوګانو د بنديز پيغام خپور شوی زياته کړې ده: «مهرباني وکړئ هېڅکله د ښځو عکسونه يا ويډيوګانې مه اخلئ – دا سخت منع دي».

په پيغام کې راغلي، راځئ چې د يو بل احترام وکړو او د دې سپېڅلې سفر درناوی وکړو.

د يادونې ده، چې په وروستيو کې نه يواځې د افغانستان بلکې د پاکستان او زياتو هېوادونو حاجيان چې د حج يا عمرې پر سفر لاړ شي، نو په حرمين کې اکثريت يې بغير له دې چې د چا د انځور يا ويډيو اخيستلو اجازه واخيستل شي، دا عمل ډېر شوی او ډيری يې د سوشل ميډيا ټکټاکران او نور ځوانان د خپلو لايکونو زياتولو لپاره کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button