په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۶وری، ۱۴۰۴ل)
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اتونبایوا، سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یوناما مشرې په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خپلې وروستۍ وینا، د امنیت شورا له خوا د یوناما د ماموریت د تمدید، او په نیویارک او ویانا کې د خپلو وروستیو ناستو په اړه معلومات وړاندې کړي.
یاد وزارت په خبرپاڼه کې لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي امير خان متقي، د سرمنشي له ځانګړې استازې سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د افغانستان اسلامي امارت دريځ روښانه کړ او د اسلامي امارت د نظر په پام کې نیولو سره یې د ملګرو ملتونو په ټولو نوښتونو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.



