کاپیسا: د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت د ۶۸ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۶وری، ۱۴۰۴ل)

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د شاوخوا (۱۲۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶۸) پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پروژو په پرانيست غونډه کې د دغه وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، د کاپیسا والي، نورو مسولينو، علماء کرامو، سپین ږیرو او ځواناو ګډون کړی وو.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې تر یو حده پورې هوارې شې.

مربوطه مطالب

Back to top button