یکشنبه, فبروري 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د غزې، قدس او اقصی دفاع لپاره د اسلامي مقاومت حرکت (حماس) د عام پاڅون «نفيرعام» غوښتنه کړې

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مارچ 26, 2025
کټګوریانې: خبرونه, نړۍ
0
21
ځلې شریک شوی
263
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۶وری، ۱۴۰۴ل)

په غزه کې د اسلامي حرکت مقاومت (حماس) غورځنګ د نړۍ ټولو مسلمانانو څخه غوښتنه کړې چې د اسرائيلي اشغالګرو پر خلاف نفيرعام (عام پاڅون-جهاد) وکړي او د غزې د مسلمانانو مرستې او د قدس او الأقصی دفاع ته راودانګي.

په اعلاميه کې د اسلامي او عربي امت په مشرانو او حکومتونو غږ شوی چې خپل مسؤليت ترسره کړي او د بریدونو د بندولو او د غزې د محاصرې د ختمولو لپاره یو قاطع موقف ونیسي او دغه راز له ځوانانو د مظاهرو غوښتنه شوې او له خطيبانو غوښتل شوي چې د راتلونکې جمعې خطبه د فلسطین، غزې، قدس، او د اشغال پر ضد د مبارزې موضوع ته ځانګړې کړي.

د کابل ټکی کام اداره د اسلامي مقاومت حرکت (حماس) ياده اعلاميه د ارزښت له مخې پښتو ژبې ته تر ژباړلو وروسته کټ مټ خپروي:

——–_———————

{انفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ}

دا هم ولولئ

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

د غزې، قدس او الاقصى دفاع لپاره د نفير عام بلنه

د صهیونیستي اشغالګرو له خوا د بې رحمانه بریدونو، د غزې د خلکو پر وړاندې د عام وژنو، او همداراز، د لویدیځې غاړې، قدس او مسجد اقصی کې د وحشیانه جنایتونو د دوام، د امریکا بشپړ ملاتړ، او د نړیوالې ټولنې چوپتیا ته په کتو،

موږ د خپل ملت، اسلامي امت او د نړۍ د آزادو خلکو څخه غواړو چې د راتلونکې جمعې، شنبې او یکشنبې ورځو کې د غزې، قدس او اقصی د دفاع لپاره، د خپل ملت د ثابت قدمۍ د ملاتړ لپاره، او د اشغالګرو او د هغوی د ملاتړو جنایتونو ته د رد او غندلو لپاره عمومي پاڅون وکړي.

موږ غوښتنه کوو چې ټولو ښارونو او پلازمېنو کې مظاهرې او همغږي شوي فعالیتونه زیات شي، او د رمضان دا مبارکې ورځې د عمومي پاڅون ورځو ته واړوو، د هر ډول وسیلو څخه کار واخیستل شي ترڅو د وژنو، محاصرې، لوږې او ظلم مخنیوی وشي، د غزې ملاتړ وشي، د قدس او مسجد اقصی زړورتیا پیاوړې شي، د اشغالګرو جنایتونه او د امریکا ملاتړ رسوا شي.

لومړی: د لویدیځې غاړې، قدس او اشغال شوې سیمې دننه زمونږ خلکو ته:

د غزې، قدس او اقصی د ملاتړ لپاره مسجد اقصی ته د تلو، هلته د اعتکاف، او د اشغالګرو او استوګنځای جوړونکو سره د مقاومت لپاره چمتو شئ.

دوهم: زموږ خلکو ته د اشغال شوې سیمې دننه او کډوالۍ ته، د ځمکې د ورځې (۳۰ مارچ) په مناسبت:

د پراخو ولسي مظاهرو لپاره راووځئ، د جلا وطنۍ او نیواک سیاستونو ته د نه ویلو لپاره، او د خپل وطن ته د بیرته ستنېدو او آزادۍ حق اخيستلو لپاره.

دریم: زموږ د اسلامي او عربي امت خلکو ته او د نړۍ آزادو خلکو ته:

د راتلونکو جمعې، شنبې او یکشنبې ورځو د قهر او مظاهرو ورځو ته واړوئ، د اشغالګرو او د هغوی د ملاتړو پر ضد فشار ته دوام ورکړئ، د پراخو مظاهرو، لاریونونو، او د صهیونیستي او امریکایي سفارتونو د محاصرې له لارې، او د نسل وژنې جنایتونه رسوا کړئ.

څلورم: د اسلامي او عربي امت مشرانو او حکومتونو ته:

خپل تاریخي مسئولیت ومنئ، د بریدونو د بندولو او د غزې د محاصرې د ختمولو لپاره یو قاطع موقف ونیسئ، او د ملت د مقاومت ملاتړ وکړئ.

پنځم: د جوماتونو خطیبانو او دیني عالمانو ته:

د راتلونکې جمعې خطبه د فلسطین، غزې، قدس، او د اشغال پر ضد د مبارزې موضوع ته ځانګړې کړئ، او امت ته د فلسطین د خلکو د ملاتړ، د هغوی د ثابت قدمۍ، او د خپلو مقدساتو د دفاع اهمیت روښانه کړئ.

د راتلونکو ورځو د سرتاسري قهر د ورځو په توګه وکاروئ، د اشغالګرو او د هغوی د ملاتړو پر ضد، او نړۍ ته وښایئ چې فلسطین، غزه، قدس او اقصی داسې زړور او آزاد خلک لري چې د ملاتړ ناره پورته کوي، او د یو غږ او یو موقف سره د اشغال او د هغوی د ملاتړو پر ضد دریږي.

اعتصابونه او مظاهرې باید تر هغه دوام ولري څو چې بریدونه ودرېږي او محاصره پای ته ورسیږي.

اسلامي مقاومت حرکت (حماس)

سه شنبه: ۲۵ رمضان ۱۴۴۶ هـ

برابر: ۲۵ مارچ ۲۰۲۵ م

مخکینې مطلب

کاپیسا: د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت د ۶۸ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

بل مطلب

‏د طالبانو یو بل پر مختګ! افغانستان د امریکا ملي امنیت ته ګواښ نه دی

ځانګړي مطالب

افغانستان

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2026
خبرونه

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
خبرونه

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
افغانستان

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
خبرونه

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026

وروستي

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

د افغان او داغستاني سوداګرو ترمنځ د ۱.۵ میلیونه ډالرو سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com