د طالبانو یو بل پر مختګ! افغانستان د امریکا ملي امنیت ته ګواښ نه دی

ليکنه: ميرويس افغان (خبريال او ليکوال)
د طالبانو یو بل پر مختګ!
افغانستان د امریکا ملي امنیت ته ګواښ نه دی
د امریکا د استخباراتو ټولنې په خپل تفصیلي کلني راپور کې د افغانستان او طالبانو یادونه نه ده کړې.
د امریکا د استخباراتو ټولنې د سې شنبې په ورځ د امریکا د ملي امنیت په وړاندې د ګواښونو د ارزونې په اړه یو تفصیلي راپور خپور کړ؛ چې د امریکا د ملي امنیت په وړاندې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د ګواښ هیڅ یادونه نه ده پکې شوې.
تیر کال، په ورته راپور کې، د افغانستان نوم شپږ ځله او د طالبانو نوم اته ځله یاد شوی و.
که څه هم پاکستان او پاکستاني جاسوسانو بیا بیا هڅه او لاوبي وکړه چې سږ کال افغانستان د ترهه ګرو ځاله اعلان کړي خو ونه توانېدو.
د امریکا د استخباراتي ټولنې کلنی راپور د افغانانو او بلخصوص د طالبانو د حکومت په ګټه دی.
د ټولو افغانانو ګټه داده چې افغانستان ترهه ګر هیواد معریفي نشي.
د امریکا د استخباراتي ټولنې کلنی راپور پر افغان خاوره د هر ډول برید په مخنیوي کې مرسته کوي او تر ډېره د پاکستان هغه ادعا دروغ ثابتوي چې وایي په افغانستان کې ټي ټي پي؛ القاعده او د داعش ترهه ګر او ټول ټال ۲۳ ترهه ګرې ډلې شتون لري.
داسي ښکاري چې د امریکا له نوي حکومت سره د طالبانو اړېکي مخ په پراخېدو دي او دا کار به په افغانستان کې یوځل بیا بیارغنیزو پروژو او پراخو مرستو ته لار پرانیزي.
له امریکا سره د افغانستان د اوسني حکومت اړېکي د افغانستان په ګټه خو د ایران؛ چین؛ روسیې او پاکستان په زیان دي؛ ځکه دا هیوادونه هڅه کوي چې د اړېکو مزي وشلوي.
له طالبانو سره به په کور دننه پر پالیسیو اختلافات به پالو خو د هر هغه عمل ستاینه یې هم باید وشي چې ګټه یې افغانستان ته رسېږي.
که افغانستان سیال وو افغان چې هرچېرته وي سیال به وي.
که افغانستان آرام وو افغان چې هرچېرته وي آرام به وي.



