کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۴۰۴ل)
د الجزیرې د نړیوالې تلویزیوني شبکې د خبر له مخې حکومتي ځواکونو د پلازمینې خرطوم هوایي ډګر نیولی دی.
د سوډان د وسله والو ځواکونو ویاند الجزیرې ته ویلي، چې د پلازمینې خرطوم په ډیری سیمو کې حکومتي ځواکونه د پرمختګ او د چټک غبرګون ځواکونه د شاتګ په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ حکومتي ځواکونه تر سختو او خونړيو جګړو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ په نیولو بریالي شول.
د ویلو ده، چې په سوډان کې له تېرو ۳ کلونو راهیسې د ولسمشر برهان د ملاتړو ځواکونو او د چټک غبرګون په نوم د ملیشه ځواک ترمنځ د واک پر سر خونړۍ جګړې روانې دي، چې تر دې دمه پکې زرګونه کسان وژل شوي دي.

















