کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ وری، ۱۴۰۴ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” اعلان وکړ چې د امریکا یوه پرمختللې MQ-9 بې پیلوټه الوتکه یې مارب ولایت کې ویشتلې ده.
یحیی سریع ویلي، دا د دې ډول ۱۳ امریکایي بې پیلوټه الوتکه ده چې په یمن کې له غزې څخه د ملاتړ په موخه د عملیاتو له پیل راهیسې ویشتل شوي دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند زیاته کړه: مونږ به د فلسطین له مظلوم ملت سره د مرستې او د یمن د دفاع په لاره کې خپل جهاد ته دوام ورکوو.
د ویلو ده، چې امریکا تر دې دمه د یمني ځواکونو د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو MQ-9 بې پیلوټه الوتکه د امریکایي پوځ یو له مهمو جنګي او کشفي وسایطو څخه ګڼل کېږي، چې د مهمو اهدافو د کشف ترڅنګ د اړتیا پرمهال بریدونه هم کولی شي.

















