یمني ځواکونو سور سمندرګي کې ستره امريکايي بيړۍ په نښه کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۴ل)

یمني ځواکونو خبر ورکړی، چې د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې د سور سمندرګي سیمه کې يې د “ترومان” الوتکه وړونکې امريکايي بېړۍ، په توغندیو او ډرون الوتکو ویشتلې ده.
د یمني ځواکونو په وینا، دا برید په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درېیم ځل دی او د امریکا پر ضد به یې عملیات دوام ولري.
دغه راز، یمني ځواکونو ویلي چې د اسرائیل پر ضد د دوی عملیات، چې د سور سمندرګي او عربي سمندر له لارې د اسرائیلي کښتیو مخنیوی او د اسرائیل پر مهمو پوځي او اقتصادي تأسیساتو بریدونه به يې تر هغه پورې دوام وکړي، چې صهيونيستي اشغالګرو پر غزه خپل بريدونه، نه وي درولي‌.

مربوطه مطالب

Back to top button