د غزې شمالي کې ۲ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۴ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړانګې په شمال کې حماس ځواکونو سره نښتو او چاودنو کې ۲ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې نن سهار وختي د اشغالګر پوځ په ټانکونو چاودنې او د توغندیو بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

د ویلو ده، چې اسرائیلي رسنیو تر دې دمه غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې او د حماس غورځنګ د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button