کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۴ل)
اسرائیلي ورځپاڼې “هیوم” ادعا کړې، چې د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” حماس ته د وسلو برابرولو ستر مسؤل دی.
یادې ورځپاڼې دغه راز ویلي، چې ترکیه د حماس او نورو فلسطیني ډلو لپاره یو خوندي پټنځای ده، هلته یې د ټپیانو درملنه کېږي او مالي ملاتړ هم ورته برابریږي.
هیوم اسرائیلي ورځپاڼې دغه راز ادعا کړې، چې ولسمشر اردغان سوریه کې د احمد الشرع له حکومت سره مالي او نظامي مرستې پیل کړي، چې دا د تل ابیب لپاره ښه خبر نه دی او په راتلونکي کې ستونزې جوړولی شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه د ترکیې حکومت د یادې اسرائیلي ورځپاڼې د ادعاوو په هکله کومه تبصره نه ده کړې؛ خو تر دې وړاندې ولسمشر اردغان بیا، بیا د حماس غورځنګ ملاتړ کړی او منلی یې وه، چې د حماس ځینې غړي دغه هېواد کې تر درملنې لاندې دي.


















