کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې یوازې د امریکا پر وړاندې جګړه کې د قربانیانو کورنیو ته کلنۍ پېسې ورکول کیږي.
مجاهد وايي، په هغو یتیمانو او کونډو کې چې د حکومت له لوري ورته کلنۍ پېسې ورکول کیږي، د تېر حکومت د سرتېرو او پولیسو کورنۍ هم شاملې دي او طبعي معلول او ملکي یتیمان او کونډې هم دي.
مجاهد د دغو ځانګړو شویو پیسو کچه دولس نیم میلیارده افغانۍ یاده کړې ده.


















