د اسلامي هیوادونو دهمکارۍ کنفرانس: ټول ځواک باید د قدس پر آزادولو را وڅرخوو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۹)

د اسلامي هیوادونو د همکاریو کنفرانس چې تیره ورځ په استانبول ښار کې ترسره شو ګډونوالو یې په یوه پریکړه لیک وویل؛ چې ټول هیوادونه باید د فلسطین څخه دفاع او د هغه آزادۍ ته ژمن اوسي او په یوه غږ یې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلو وروستي اقدامات په کلکو ټکو غندلي.
ګډونوالو وویل، چې په ملګرو ملتونو کې امریکا د اسرایلو د محکومولو مخه نیسي ، د هغوی د فاع ته یې مټې را نغښتې او د هغوی هر ډول جرم توجیه کوي.
په پریکړه لیک کې د یو داسې ځانگړي ځواک د جوړېدو او په سيمه کې يې د ځاى پر ځاى کېدو غوښتنه شوې چې فلسطينيان خوندي وساتي.
د یهودانو له خوا په قدس کې کې وروستي تحولات د ټولو ګډونوالو له خوا وغندل شول او پر وړاندې یې د مسلمه امت د انسجام غوښتنه وشوه.

په پریکړه لیک کې راغلي؛ هیڅ هیواد نه شي کولی د بیت المقدس برخلیک په خپله ګټه را وڅرخوي بیت المقدس د تول مسلمه امت شریک کور دی او په شریکه به یې دفاع کوي

اشرف غني د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته روان شو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۹)

 

د ارګ خبرپاڼې خبر ورکړی چې جمهور رئیس اشرف غني د اسلامي همکاریو سازمان په فوق العاده غونډه کې د ګډون په خاطر چې د بيت المقدس په موضوع رابلل شوی، نن سهار د ترکيې استانبول ښار ته روان شو.

دا غونډه په فلسطین کې د وروستیو تحولاتو په اړوند رابلل شوې چې په کې به د ۴۰ هیوادونو استازي ګډون کوي.

په یاده غونډه کې د ۱۳ هیوادونو ولسمشران د ۲ هیوادونو مرستیال جمهور رئیسان د ۳ نورو د لومړي وزیر مرستیالان، د ۱۲ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.
همداراز له ۱۱ نورو هیوادونو څخه دیپلوماتان یادې غونډې ته بلل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د ایران، افغانستان، اردن، سوډان، ګانا، ، قطر، کویټ، موریتانیا، د شمالي قبرس جمهوریت مشران هم دې ناستې ته ورشي.

باید وویل شي چې تیرکال هم په همدې ښار کې د اسلامي همکاریو د سازمان  فوق العاده غونډه رابلل شوې وه چې په کې په یوه غږ ټولو هیوادونو ختیځ بیت المقدس د فلسطین د پلازمینې په توګه اعلان او له نورو هیوادونو یې هم وغوښتل چې ختیځ بیت المقدس د فلسطینیانو د پلازمینې په توګه ومني.

دا غونډه وروسته تر هغه رابلل کیږي چې څو ورځې وړاندې امریکا رسماً خپل سفارت له تلابیب څخه بیت المقدس ته ولیږداوو چې د نړۍ د مسلمانانو، ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې، چین او روسیې له غبرګونونه سره مخ شو.
له دې سره سره په یاده ورځ اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو پر فلسطیني لاریونوالو بریدونه وکړل چې شاوخوا ۲۷۷۰ تنه ټپیان او نږدې ۶۰ تنه نور ووژل شول.
د دې په غبرګون کې په ترکیه او فلسطین کې درۍ ورځنۍ ماتم اعلان او د ملګرو ملتونو بیړنۍ غونډه هم را وبلل شوه

د ملګرو ملتونو غونډه: نړیوالو قدس ته د سفارت د لیږد او د فلسطینیانو د ټولوژنې غندنه وکړه

د ملګرو ملتونو غونډه: نړیوالو قدس ته د سفارت د لیږد او د فلسطینیانو د ټولوژنې غندنه وکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۶)

په ملګرو ملتونو کې تیره شپه بیت المقدس ته د امریکایي سفارت د انتقال او پر همدې ورځ د ۶۰ فلسطینانو د وژلو او د نږدې ۳ زرو کسانو د ټپي کیدو اړوند بیړنۍ غونډه راغوښتل شوې وه.
د امریکا استازې نیکي هیلي په غونډه کې شکایت وکړ چې ګواکې ملګري ملتونه ولې دا ډول دوه ګونی چلند ورسره کوي او د فلسطینانو په ملاتړ دا ډول غونډې رابولي.
هغې زیاته کړه چې اسرایلو تعادل کړی دی او په خبره یې چې دا ټولې ناخوالې د فلسطیني حماس ډلې تولید دی چې د دې وینا ،خلک یې د اسرایلو پر وړاندې مقاومت ته هڅولي دي .

بلخوا په په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي دیمیتری پولیانسکي ، د فلسطینیانو په وروستۍ مرګ ژوبله خواشیني وښوده او د اسرایلو او فلسطین تر منځ د روان وضعیت په اړه یې اندیښنه څرګنده کړه هغه وړاندیز وکړ چې اسرایل او فلسطیني مشران دې په مسکو کې خپلمنځي جوړجاړی وکړي.
د چین استازي وویل، چې هیواد یې د اسرایلو له خوا د هرډول نظامي اقدام مخالف دی او په یهودانو یې غږ وکړ چې نور د تجاوز حق نلري.

د فرانسې استازي ‘فرانسوا دلاتره‘ بیا اندیښنه څرګنده کړه چې وروستي تحولات به د وسلوال مقاومت د راپنځیدا سبب وګرځي او ترڅنګ یې وویل؛ چې پر بیت المقدس د اسرایلو حاکمیت نه مني او په دې تړاو د اسرایلو هر ډول اقدام غیر قانوني ده.
د اسرایلو استازي بیا حماس تورناوو چې د دوی پرضد د فلسطینیانو پاڅون ته یې مټې رانغښتې دي او د دوی پر وړاندې خپل ولسونه کاروي.
خو د فلسطین هیواد استازي ریاض منصور وویل؛ چې هیواد یې امریکا او اسرایلو اشغال کړی “ موږ د خپلواک څیړنو غوښتونکي او منونکي یو، آیا اسرایل یې هم مني؟ “
هغه وویل؛ اسرایل چې څه کوي جنګي جنایات دي “ موږ په ځلونو د امنیت شورا ته شکایتونه کړي چې د دې جنګي مجرمینو پر وړاندې لاس په کار شي خو نه یواځې څوک لاس په کار شوي نه دي بلکه یهودانو ته تر قانون څخه پورته حقوق ورکړل شوي دي “
هغه وویل، نن امریکا چې د امنیت شورا دایمي غړی هیواد ده د داسې جنګي جنایاتو بربنډ ملاتړ کوي، نو موږ چاته له چا څخه ګیله وکړو.

ترکیې اسرایلی سفیر له هیواده ایستلی خو اسرایلو یې په بیت المقدس کې د کونسلګرۍ مشر ورته اخراج کړی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۵)

د ترکیې خبري اژانس اناتولیا ویلي چې په انقره کې د اسرائیلو سفیر یتان نائه، نن د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت احضار کړی و، او هغه ته یې د اسرائلو له خوا د تیرې ورځې د فلسطینیانو د قتل عام اعتراض وکړ.
ترکي چارواکو یهودي سفیر ته ویلي، باید د څو ورځو لپاره خپل هیواد ته ستون شي او د ترکانو اعتراض خپلو اسرایلي مشرانو ته ورسوي.
ترکیې ویلي چې دوی هم په اسرائیلو کې خپل سفیر “کمال اوکم“ د ځینو مشورو لپاره هیواد ته رابللی دی.
بلخوا اسرایلو د ترکیې له دې اقدام سره سملاسي په بیت المقدس کې د ترکیې سرکنسول له کنسولګرۍ ایستلی دی.
په همدې د بلجیم هیواد هم د اسرایلو سفیر احضار کړی او هغه ته یې د روانو ناخوالو په باب شکایت کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ امریکا له تلابیب څخه خپل سفارت رسماً بیت المقدس ته انتقال کړ چې په غبرګون کې یې لسګونه زره فلسطینان لارو کوڅو ته راووتل او د اسرایلو پر ضد یې شعارونه ورکول.
چې په تعقیب یې پر مظاهره چیانو اسرایلي ځواکونو بریدونه وکړل چې په کې ۶۰کسان ووژل شول او ۲۷۷۱ تنه نور ټپیان شول.
ترکیې، ایران، اروپایي اتحادیې افغانستان، ملګرو ملتونواو د نړۍ ګڼو هیوادونو دا کړنه وغندله او نن په ملګرو ملتونو ګې په همدې تړاو بیړنۍ غونډه هم را غوښتل شوې ده

کویټ له امنیت شورا نه د فلسطین په ویر د شفافو څیړنو غوښتنه وکړه،امریکا یې مخالفت کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۵)

کویټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د موقت نماینده په توګه له دې شورا غوښتي تر څو د فلسطین ویر په شفافه توګه وڅیړي.
کویټ ویلي، د امریکا له خوا بیت المقدس ته د خپل سفارت لیږدول او د زرګونو فلسطینانو په نښه کول د زغم نه دي او باید د امنیت شورا په یوه بیړنۍ غونډه کې دا مسئله وڅیړي.
خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې بیا دا وړاندیز رد کړی او مخالفت یې څرګند کړی دی.
نیکي هیلي ویلي؛ موږ کله هم شفافو او مستقلو څیړنو ته تیار نه یو او په دې هکله دې کویټ خپله غوښتنه بیرته واخلي.
تیره ورځ امریکا رسماً خپل سفارت له تلابیب څخه بیت المقدس ته نقل کړ چې په مقابل کې یې لسګونه زره فلسطینان لارو کوڅو ته راووتل او د دې اقدام پرضد یې اعتراضیه لاریون ترسره کړ.
لاریون د اسرائیلي ځواکونو له متقابل غبرګون سره مخ شو او شاوخوا ۵۸ تنه فلسطینان په کې ووژل شول او ۲۷۷۰ نور ټپیان شول چې ترکیې او فلسطین یې په ویر کې درۍ ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی
ټاکل شوې ده نن په همدې تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه چې امریکا یې مخالفت کوي ترسره شي.

ترکیې د فلسطین په ویر کې درۍ ورځنی ملي ماتم اعلان کړ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۵)

ترکي ولسمشر ‏رجب طیب اردوغان د فلسطین د تیرې ورځې په ویر په ترکیه کې دری ورځنی ملي ماتم اعلان کړی او ویلي یې دي، “ دا نه شو منلی چې نن مو بیت المقدس له لاسه ورکړی وي“
اردوغان په ټولو مسیحیانو، یهودانو او د نورو ادیانو پر معتقدینو غږ کړی چې د امریکا او اسرایلو د دې بې عدالتي پرضد راپورته شي.
هغه په لندن کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل؛ “اسرایل دولتي تروریزم دی څوک یې چې پر وړاندې چوپ پاتې کیږي د الله لعنت دې ورباندې وي“
نوموړي ترکیې ته د ۱۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي مواد هم استولي او ترڅنګ یې ویلي چې اسرایلي نیواکګر د دارو درملو په لیږلو کې هم ورته ستونزې جوړوي.
د دې ترڅنګ د ترکیې د استانبول ښار په تقسیم څلور لاري کې لسګونه زره ترکانو د اسرایلو او امریکا پر ضد لاریونونه ورکړل او د هغوی وروستي اقدامات یې وغندل.

د فلسطین په ملاتړ د استانبول لاریون

تیره ورځ امریکا رسماً خپل سفارت له تلابیب څخه بیت المقدس ته نقل کړ چې په مقابل کې یې لسګونه زره فلسطینان لارو کوڅو ته راووتل او د دې اقدام پرضد یې اعتراضیه لاریون ترسره کړ.
لاریون د اسرائیلي ځواکونو له متقابل غبرګون سره مخ شو او شاوخوا ۵۸ تنه فلسطینان په کې ووژل شول او ۲۷۷۰ نور ټپیان شول چې ترکیې او فلسطین یې په ویر کې درۍ ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.
ترکیې، روسیې، اروپایي اتحادیې،قطر، ایران،کویټ، جرمني او فرانسې بیت المقدس ته د امریکایي سفارت لیږد او پر مظاهره چیانو بریدونه په سختو ټکو غندلي ،خو سعودي عربستان بیا تر دمه کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

بل پلو د لسګونو فلسطینیانو د وژلو د سپیناوي په موخه نن کویټ د امنیت شورا بیړنۍ غونډه رابللې ترڅو وڅیړي چې څنګه دومره لویه فاجعه رامنځته شوه.

طالبان: بیت المقدس ته د امریکایي سفارت لیږد،  له دولتي تروریزم څخه د ملاتړ په معنا ده

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۴)

طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې د امریکا له خوا بیت المقدس ته د خپل سفارت لیږدول او هغه د اسرایلو د پلازمینې په توګه منل غندلي دي.
طالبانو ویلي، چې د امریکا دا اقدام له تولو نړیوالو اصولو سرغړونه بولي او زیاتوي چې “د نړۍ ۱۲۸ هیوادونو د امریکا لخوا د بیت المقدس مغصوبه شوی سیمه د اسرائيلي صهیونیستي رژيم د پلازمینې په ډول منل رد کړي وو، خوامریکا بیا هم دټولي نړۍ دغوښتني خلاف اقدام وکړ“
طالبانو اسرائیلي اداره دولتي تروریزم بللی او په وینا یې چې

“ اسلامي امارت د امریکایانو لخوا لاهم د فسلطینیانو پرخلاف د صهونیستي رژيم ملاتړ د دولتي تروریزم څخه د ملاتړ ستره بیلګه بولي“

طالبانو پر اسلامي او مستقلو هیوادونو ژغ کړی چې د امریکا د دغه عمل په مقابل کې عملي غبرګون وښیي.
د طالبانو اعلامیه وړاندې وایي

“اسلامي امارت په ځانګړي ډول په اسلامي هیوادونو او حاکمیتونو غږ کوي چې د مظلومانو په طرف کې ودریږي، د ظالمانو د ظلم لاس لنډ کړي او د مظلوم فسلطیني ولس سیاسي، اخلاقي او عملي ملاتړ وکړي“

باید وویل شي چې نن رسماً امریکا خپل سفارت له تلابیب څخه بیت المقدس ته نقل او د مسلمانانو لومړۍ قبله یې د اسرایلو د پلازمینې په توګه ومنله.
د دې په غبرګون کې لسګونه زره فلسطینیان لارو کوڅو ته راووتل او د اسرایلو پرضد یې شعارونه ورکول.
مظاهره چیانو د سعودي واکمنان خپل سوداګر بلل چې ددوی په وینا هغوی یې په سر له اسرایلو سره سودا کړې.

په دې لاریونونو کې تر اوسه د ۴۳ تنو فلسطینیانو وژل کیدل او د ۲ زرو په شاخوا کې ټپي کیدو پخلی شوی دی.

تر اوسه اروپایي اتحادیې، ایران او ترکیې د اسرایلو دا اقدام غندلی او پر لاریونوالو بریدونه یې بشرضده جنایت بللی دی.

 

قدس ته د امریکایي سفارت د انتقال مراسمو پر مهال۱۶ فلسطینان وژل شوي، سلګونه نور ټپیان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۴)

لسګونه زره فلسطینانو نن بیت المقدس ته د امریکایی سفارت د انتقال او هلته د یهودي رژیم د پلازمینې د منلو پرضد لاریونونه وکړل.
اسرایلي ځواکونو د لاریونوالو د شیندلو په موخه له ربړي ګولیو، اوښکې بهوونکو ګازونو او مخامخ ډزو څخه کار واخیست.
د اناتولیا خبري اژانس د راپور تر مخه ، په دې بریدونو کې تر اوسه ۱۶ تنه فلسطیني لاریونوال وژل شوي او تر ۲۵۰ ډیر ټپیان دي.
د نړۍ د غوڅ اکثریت هیوادونو له مخالفتونو سره سره ټاکل شوې ده نن امریکا رسماً په اسرایلو کې خپل سفارت له تلابیب څخه بیت المقدس ته ولیږدوي، چې په دې سره به د امریکا له خوا د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس په رسمي توګه د اسرائلو دیهودي رژیم دپلازمینې په توګه ومنل شي.
تازه راپورونه ښیي چې د وژل شویو شمیر ۳۰ او د ټپیانو شمیر تر ۱۰۰۰ لوړ دی همداراز ۳۳۰۰ نیول شوي دي
په دې مراسمو کې چې څو شیبې وروسته پیل کیږي، امریکایي ولسمشر دونالد ټرمپ شتون نه لري، خو د هغه لور ایوانکا ټرمپ او د هغه یهودي زوم جرادکوشنر ،د مالیې وزیر استیو منوچین او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان سولیوان ګډون کوي.

امریکایي ولسمشر دونالد ټرمپ د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۶ اعلان وکړ چې بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه رسماً مني.
د هغه دا پریکړه په پراخه کچه وغندل شوه او د نړۍ میلیونونو مسلمانانو یې پرضد لاریونونه وکړل.
دا پریکړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې هم وغندل شوه.
ټاکل شوې ده چې سفارت به د اوس لپاره په یو کونسلګرۍ کې پرانیستل شي خو امریکا به وروسته هلته لوی سفارت ورغوي

نن له تلابیب څخه د امریکا سفارت رسماً بیت المقدس ته لیږدول کیږي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۵)

د نړۍ د غوڅ اکثریت هیوادونو له مخالفتونو سره سره ټاکل شوې ده نن رسماً په اسرایلو کې د امریکا سفارت له تلابیب څخه بیت المقدس ته ولیږدول شي، چې په دې سره به د امریکا له خوا د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس په رسمي توګه د اسرائلو دیهودي رژیم دپلازمینې په توګه ومنل شي.

په دې مراسمو کې چې څو شیبې وروسته پیل کیږي، امریکایي ولسمشر دونالد ټرمپ شتون نه لري، خو د هغه لور ایوانکا ټرمپ او د هغه یهودي زوم جرادکوشنر ،د مالیې وزیر استیو منوچین او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان سولیوان ګډون کوي.

د امریکا له دې پریکړې اسرایلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ګرم هرکلی کړی خو د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس بیا په سختو ټکو غندلی دی.
امریکایي ولسمشر دونالد ټرمپ د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۶ اعلان وکړ چې بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه رسماً مني.
د هغه دا پریکړه په پراخه کچه وغندل شوه او د نړۍ میلیونونو مسلمانانو یې پرضد لاریونونه وکړل.
دا پریکړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې هم وغندل شوه.

د اسرائیل او سوریې تر منځ توغندویزه جګړه پیل شوې، تلفات هم لري

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۰)

راپورونه وایي چې اسرائیلي ځواکونو د لبنان له خاورې د سوریې د البعث ښارګوټي پر نظامي اډو د هوانونو بریدونه کړي چې د سوریې له غبرګون سره مخ شوي.
د سوریې رسمي خبري اژانس سانا راپور ورکړی چې د اسرایلي تعرض پر وړاندې یې ۲۰ توغندویز بریدونه د جولان په لوړو او د اشغال شوي فلسطین پر ځینو سیمو کړي.

فارس خبري اژانس د اسرایلي رسنیو په حواله خبر ورکړی چې د سوریې توغندویز بریدونه دداسرایلي دفاعي ځواک له لوري یو شمیر په هوا کې خنثا شوي خو نور یې په خپلو مواضعو لګیدلي چې تلفات هم له ځانه سره لري.

د سوریې د ځوابي بریدونو په تعقیب اسرایلي ځواکونو هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی او له سهار وختي را په دې خوا د سوریې پر نظامي اډو توغندویز بریدونه کوي چې د سوریې د توغندویز دفاعي ځواک له غبرګون سره مخ کیږي.

امریکا د اسرایلو ننګه کړې او د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا ویلي؛ چې دا د اسرایلو حق دی ترڅو له خپلې خاورې دفاع وکړي.
اسرایل د سوریې له خوا توغول شوي توغندي د ایران کار بولي او ګواښ یې کړی چې که دمشق یې د توغندویو مخه ونیوله له جدي ستونزو سره به مخ شي.
باید وویل شي چې جګړه لا هم روانه ده او تر اوسه دواړو لوریو ته د تلفاتو کره شمیر نه دی څرګند شوی.

دا بریدونه وروسته تر هغه پیل شول چې امریکا له ایران سره اتومي هوکړه لغوه کړه او اسرایلو په خلاص مټ پر سوریې هوایي بریدونه پیل کړل.