(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۰)
راپورونه وایي چې اسرائیلي ځواکونو د لبنان له خاورې د سوریې د البعث ښارګوټي پر نظامي اډو د هوانونو بریدونه کړي چې د سوریې له غبرګون سره مخ شوي.
د سوریې رسمي خبري اژانس سانا راپور ورکړی چې د اسرایلي تعرض پر وړاندې یې ۲۰ توغندویز بریدونه د جولان په لوړو او د اشغال شوي فلسطین پر ځینو سیمو کړي.
فارس خبري اژانس د اسرایلي رسنیو په حواله خبر ورکړی چې د سوریې توغندویز بریدونه دداسرایلي دفاعي ځواک له لوري یو شمیر په هوا کې خنثا شوي خو نور یې په خپلو مواضعو لګیدلي چې تلفات هم له ځانه سره لري.
د سوریې د ځوابي بریدونو په تعقیب اسرایلي ځواکونو هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی او له سهار وختي را په دې خوا د سوریې پر نظامي اډو توغندویز بریدونه کوي چې د سوریې د توغندویز دفاعي ځواک له غبرګون سره مخ کیږي.
امریکا د اسرایلو ننګه کړې او د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا ویلي؛ چې دا د اسرایلو حق دی ترڅو له خپلې خاورې دفاع وکړي.
اسرایل د سوریې له خوا توغول شوي توغندي د ایران کار بولي او ګواښ یې کړی چې که دمشق یې د توغندویو مخه ونیوله له جدي ستونزو سره به مخ شي.
باید وویل شي چې جګړه لا هم روانه ده او تر اوسه دواړو لوریو ته د تلفاتو کره شمیر نه دی څرګند شوی.
دا بریدونه وروسته تر هغه پیل شول چې امریکا له ایران سره اتومي هوکړه لغوه کړه او اسرایلو په خلاص مټ پر سوریې هوایي بریدونه پیل کړل.


















