قسم او نذرمنل

که څوک قسم وکړي چې ورور سره به خبرې نه کوم ، قسم به ماتوي !

د فتوې شمېره (۲۶۲)

پوښتنه :

ما قسم کړی دی چې زه به خپل ورور سره په ټول عمر خبرې نه کوم ، اوس مې مور راته وایي چې خامخا به خبرې ورسره کوې ، ایا زه خپل کړی قسم ماتولی شم ؟ مننه


الجواب وبالله التوفیق :

که څوک په ناروا کار قسم وکړي نو د داسې قسم ماتول واجب دي . لهذا تاته په کار ده چې د خپل ورور سره خبرې وکړې او د قسم کفاره ادا کړې .


الدلیل علی ذلک :

حَلَفَ عَلَى مَعْصِيَةٍ كَعَدَمِ الْكَلَامِ مَعَ أَبِيهِ) وَتَرْكِ الصَّلَاةِ وَنَحْوِهِ (حَنِثَ وَكَفَّرَ) أَيْ يَنْبَغِي أَنْ يَحْنَثَ وَيُكَفِّرَ لِقَوْلِهِ – عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ -: «مَنْ حَلَفَ عَلَى يَمِينٍ وَرَأَى غَيْرَهَا خَيْرًا مِنْهَا فَلْيَأْتِ بِاَلَّذِي هُوَ خَيْرٌ ثُمَّ لْيُكَفِّرْ لِيَمِينِهِ»

درر الحکام غرر الاحکام ، ټوک : ۲ ، مخ : ۴۲ ،کفارة الیمین



اړونده فتواګانې

3 thoughts on “که څوک قسم وکړي چې ورور سره به خبرې نه کوم ، قسم به ماتوي !”

  1. که کوم کس قسم وکړي چي زه به دا سريال نور نه ګورم او بيا يي وګوري نو څه حکم ل نو څه حکم لري

    1. ان شاء الله زر تر زره به ځواب درکړل شي . بخښنه غواړو پوښتنه مو اوس تر نظر شوه

    2. که څوک قسم وکړي سریال به نه ګورم بیا یې وګوري !
      که کوم کس قسم وکړي چي زه به دا سريال نور نه ګورم او بيا يې وګوري نو څه حکم لري ؟
      پوښتونکی : مفتاح الدین ( خان )
      الجواب وبالله التوفیق :
      که څوک قسم وکړي او بیا یې مات کړي کفاره پرې لازمیږي او د قسم په کفاره کې لسو (۱۰) مسکینانو ته دوه (۲) وخته مېنځنۍ درجه ډوډۍ ورکول ( داسې ډوډۍ ورکول چې عموما یې په کور کې خوري ) یا جامې ورکول دي . که د ډوډۍ وس او طاقت نه لري بیا به درې ورځې پرلپسې روژه نیسي .
      د کفارې سره ، سره به الله (جل شانه) ته توبه وباسې او له سریالونو څخه کلک ډډه وکړه .
      الدلیل علی ذلک :
      قال الله تعالی :
      لا يُؤاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمانِكُمْ وَلكِنْ يُؤاخِذُكُمْ بِما عَقَّدْتُمُ الْأَيْمانَ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعامُ عَشَرَةِ مَساكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيامُ ثَلاثَةِ أَيَّامٍ ذلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمانِكُمْ إِذا حَلَفْتُمْ وَاحْفَظُوا أَيْمانَكُمْ كَذلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آياتِهِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ .
      سورة المائده ، ایة : ۸۹
      وإن شاء أطعم عشرة مساكين كالإطعام في كفارة الظهار ” والأصل فيه قوله تعالى: {فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ} [المائدة: 89] الآية وكلمة أو للتخيير فكان الواجب أحد الأشياء الثلاثة قال: ” فإن لم يقدر على أحد الأشياء الثلاثة صام ثلاثة أيام متتابعات
      الهداية , ټوک : ۲ ، مخ : ۳۱۹ ، فصل في الکفارة

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close