طهارت او لمونځ

په هدیره کې د جنازې لمونځ کول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۲۶۶)

پوښتنه :

که څوک په هدیره کې د جنازې لمونځ وکړي ، مخې ته یې قبرونه هم وي ، لمونځ یې سهي کیږي او کنه ؟


الجواب وبالله التوفیق :

په هدیره کې د جنازې لمونځ کول سهي کیږي خو مکروه دی .

البته که څه عذر وي یا د لمونځ کونکو مخې ته قبر نه وي ، یا قبر وي خو له نظره یې لرې وي ، یا یې په مېنځ کې حایل موجود وي ، بیا په هدیره کې د جنازې لمونځ کول بغیر له کراهیته روا دی .


الدلیل علی ذلک :

عَنْ أَبِي مَرْثَدٍ الغَنَوِيِّ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لاَ تَجْلِسُوا عَلَى القُبُورِ، وَلاَ تُصَلُّوا إِلَيْهَا.

الترمذي ، ټوک ، ۲ ، مخ : ۳۵۸ ، باب کراهیة المشی علی القبور .

ويكره أن يصلى على القبر لما روي عن النبي – صلى الله عليه وسلم – «أنه نهى أن يصلى على القبر» قال: أبو حنيفة: ولا ينبغي أن يصلى على ميت بين القبور، وكان علي وابن عباس يكرهان ذلك، وإن صلوا أجزأهم لما روي أنهم صلوا على عائشة، وأم سلمة بين مقابر البقيع، والإمام أبو هريرة وفيهم ابن عمر – رضي الله عنهم

بدائع الصنائع ، ټوک : ۱ ، مخ : ۳۲۰ ، فصل احکام الشهید



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close