تجارت

غلا شوی شی په پیسو اخیستل څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۲۷۱)

پوښتنه :

دلته ځینې نشیان (پوډریان) له خلکو څخه قیمتي شیونه غلا کوي ، بیا یې په ارزانه بیه په خلکو خرڅوي ، ایا موږ له دوی څخه دغه شیونه په پیسو اخیستلی شو ؟ مننه د ځواب په هیله


الجواب وبالله التوفیق :

غلا شوی شی د خپل مالک په ملک کې وي ، هغه ته یې واپس کول لازمي دي .

په کوم شي باندې چې د غلا غالب ګومان کیږي ، دهغه شي اخیستل روا نه دي ، که چا واخیست او وروسته یې مالک معلوم شو نو هغه به مالک ته ورکوي او اخیستونکی به خپلې پیسې له خرڅونکي څخه اخلي .


الدلیل علی ذلک :

ولو باع السارق المسروق من إنسان، أو ملكه منه بوجه من الوجوه، فإن كان قائما فلصاحبه أن يأخذه؛ لأنه عين ملكه، وللمأخوذ منه أن يرجع على السارق بالثمن الذي دفعه؛

بدائع الصنائع ، ټوک : ۵ ، مخ : ۸۵ ، کتاب البیوع



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close