متفرق مسا‌‌ئل

ایا مېرمنو لپاره د سر ويښته یا پیکی لنډول جایز دي ؟

د فتوې شمېره (۲۸۵)

پوښتنه :

ایا مېرمن کولی شي چې د خپل سر ويښته یا پیکی لنډ کړي ؟ د ځواب په هیله .


الجواب وباالله التوفیق :

په اسلام کې مېرمنو ته روا نه ده چې د نارینه و یا د کفارو د مېرمنو په څېر ځان جوړ کړي . له دې امله مېرمنو لپاره د خپل سر یا د پیکي ویښته لنډول شرعا ناروا او حرام عمل دی ، باید ترسره نه شي .

البته د مرض یا د بل شرعي عذر له امله یې لنډولی شي .


الدلیل علی ذلک أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: لَيْسَ مِنَّا مَنْ تَشَبَّهَ بِغَيْرِنَا، لاَ تَشَبَّهُوا بِاليَهُودِ وَلاَ بِالنَّصَارَى….

 سنن الترمذی ټوک : ۴۴ ، مخ :۴۴ ، باب ماجاء في اشارة اليد :

عَنْ عَلِيٍّ قَالَ: نَهَى رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ تَحْلِقَ الْمَرْأَةُ رَأْسَها

سنن الترمذي ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۴۹ ، باب ماجاء فی کراهیة الحلق للنساء

قطعت شعر رأسها أثمت ولعنت زاد في البزازية وإن بإذن الزوج لأنه لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق،

درالمختر ، ټوک : ۶ ، مخ : ۴۰۷ ، فصل فی البیع



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close