عقائداوفرقې

ایا ناروا کار په بسم الله سره پیلول کفر دی ؟

د فتوې شمېره (۳۷۷)

پوښتنه :

 

که څوک حرام شی خوري یا غلط کار کوي او په پیل کې بسم الله ورته وايي ، حکم یې څه دی ؟

الجواب وبالله التوفیق :

که څوک د استخفاف ( سپک ګڼلو ) په نیت د حرام او ناروا کار پیل په بسم الله سره وکړي ، کافر کیږي . یعنې  که څوک بسم الله ته په سپک نظر ګوري ، ځکه چې داسې کړنه په دین ملنډې وهل دي او په دین باندې ملنډې وهل سړی کفر ته رسوي .

او که د ملنډې وهلو  په نیت بسم الله نه وایي بلکې هسې عادتا یې ووایي کافر کیږي نه ، خو بیا هم داسې کړنه شرعا ناروا او حرام کار دی .


الدلیل علی ذلک :

من قال عندا ابتداء شرب الخمر او الزناء او اکل الحرام بسم الله ، کفر  … شرح فقه الاکبر مخ : ۲۰۸

نعم التسمیة علی الحرام والمکروه مما لاینبغی بل هی حرام فی الحرام لا کفر علی الصحیح مکروهة فی المکروه وقیل مکروه فیهما

نعم التسمية على الحرام والمكروه مما لا ينبغي بل هي حرام في الحرام لا كفر على الصحيح مكروهة في المكروه وقيل مكروهة فيهما إن لم يقصد استخفافا وإن قصده- والعياذ بالله تعالى- كفر مطلقا وهذا لا يضر فيما قلناه كما لا يخفى.  روح المعانی ، ټوک : ۱ ، مخ : ۶۹



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close