متفرق مسا‌‌ئل

د نارینه لپاره سرې جامې کول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۳۸۲)

پوښتنه :

السلام علیکم ورحمة الله

د نارینه لپاره سور رنګ جامې کول خو شرعا کوم ممانعت نه لري ؟

الجواب وبالله التوفیق :

د نارینه لپاره سور رنګ جامې کول جواز نه لري او داسې جامې کول هم روا نه دي کومې جامې چې د ښځو د جامو سره مشابهت ولري .


الدلیل علی ذلک :

عن عمران بن حصين مرفوعا : اياكم والحمرة فانها احب الزینة الي الشیطان

اعلاء السنن ، ټوک : ۸ ، مخ : ۹۰ ، باب استحباب الزینة للنساء

وكره لبس المعصفر والمزعفر الأحمر والأصفر للرجال) مفاده أنه لا يكره للنساء

يكره للرجال لبس المعصفر والمزعفر والمورس والمحمر أي الأحمر حريرا كان أو غيره إذا كان في صبغه دم وإلا فلا، ونقله عن عدة كتب، وفي مجمع الفتاوى لبس الأحمر مكروه

الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۶ ، مخ : ۳۵۸ ، فصل في اللبس



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close