طهارت او لمونځ

که څوک په لومړي رکعت کې الناس سورت ووایي

د فتوې شمېره(۴۰۴)
پوښتنه:
په لمانځه کې د قران شریف سورتونه په قراني ترتیب سره ویل ضروري دي او که نه؟ مثلاً ایا زه کولای سم په لومړي رکعت کې سوره الناس چې د قرانکریم ترټولو وروستی سورت ده ووایم او په دویم رکعت کې بیا سوره اخلاص یا بل سورت ووایم؟ مننه
پوښتونکی: قدرت الله
الجواب حامدا ومصلیا
په فرض او واجب لمونځونو کې سورتونه په ترتیب لوستل ضروري دي، قصدا سورتونه مخکې او وروسته کول مکروه دي، البته لمونځ یې د کراهیت سره سهي دی.
که څوک سهوا په لومړي رکعت کې الناس سورت ووایي؛ دای باید په دویم رکعت کې هم همدغه سورت ووایي او که بل سورت ووایي هم یې لمونځ صحت لري.
او په سنت او نفلي لمانځه کې سورتونه مخکې او وروسته کول څه باک نه لري .
الدلیل علی ذلک :
وَإِنْ قَرَأَ فِي رَكْعَةٍ سُورَةً وَفِي الثَّانِيَةِ مَا فَوْقَهَا أَوْ فَعَلَ ذَلِكَ فِي رَكْعَةٍ فَهُوَ مَكْرُوهٌ، وَإِنْ وَقَعَ هَذَا مِنْ غَيْرِ قَصْدٍ بِأَنْ قَرَأَ فِي الْأُولَى بِ ” قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ ” يَقْرَأُ فِي الثَّانِيَةِ هَذِهِ السُّورَةَ أَيْضًا.
قَالَ فِي الْخُلَاصَةِ: هَذَا كُلُّهُ فِي الْفَرَائِضِ أَمَّا فِي النَّوَافِلِ فَلَا يُكْرَهُ. (فتح القدير للكمال ابن الهمام (1/ 343) فصل في القراءة)
وإذا قرأ في ركعة سورة وقرأ في الركعة الأخرى سورة فوق تلك السورة أو قرأ في ركعة سورة ثم قرأ في تلك الركعة سورة أخرى فوق تلك السورة يكره، وإذا قرأ في الركعة الأولى {قُلْ أَعُوذُ بِرَبّ النَّاسِ} (الناس) ، ينبغي أن يقرأ في الركعة الثانية {قُلْ أَعُوذُ بِرَبّ النَّاسِ} (الناس) أيضاً؛ لأن قراءة سورة واحدة في الركعتين غير مكروهة، وإذا قرأ في الركعة آية، وقرأ في الركعة الأخرى آية فوق تلك الآية أو قرأ في ركعة آية، ثم قرأ بعد هذا في تلك الركعة آية أخرى فوق تلك الآية، فهو على ما ذكرنا في السور.( المحيط البرهاني في الفقه النعماني(۱/۳۰۴) الفصل الرابع في كيفيتها)
فقط والله تعالی اعلم بالصواب
۷/۳/۱۴۴۷ هق



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close