تجارت

د پیسو څښتن ته میاشت وروسته پنځلس فیصده ګټه ورکول څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۴۰۷)
پوښتنه: ایا که یو کس صراف وي او بل دوکاندار مثلا که دوکاندار وغواړي چې زه په چین کې مال اخلم صراف ته ووایي چې په چین کې د مال پیسې ته ورکړه کله چې مال اجناس چین نه راورسیده یو میاشت یا یوه نیمه میاشت کې زه به ستا پیسې دلته افغانستان کې له ۱۵ فیصده ګټه سره بېرته درکړم .
ایا دا معامله د شرعي لحاظه سهي ده؟ که سهي نه وي نو سهي طریقه څنګه ده؟ ډېره مننه
پوښتونکی: لعل خان
الجواب حامدا ومصلیا
په پوښتل شوي صورت کې چې صراف په چین کې د مال قیمت ورکوي، بیا دکاندار، صراف ته یوه یا یوه نیمه میاشت وروسته پنځلس فیصده ګټه ورکوي، دا ډول معامله جواز نه لري، ځکه چې په سود کې راځي.
سهي طریقه یې دا ده چې صراف دې دکاندار ته پیسې په مضاربت او یا په شراکت ورکړي، په ګټه کې دې فیصدي ورته وټاکي؛ مثلا دکاندار دې ورته ووایي: دومره پیسې راکړه، زه به په چین کې مال پرې واخلم، څومره ګټه یې چې وکړه، هغه به په نیمایي یا په کمه او زیاته فیصدۍ سره تقسیموو. او یا دې صراف په خپلو پیسو باندې مال واخلي، قبض دې یې کړي، بیا دې صراف دغه مال په دکاندار باندې په متعیه ګټه په نېټه وپلوري.
(وَكَوْنُ الرِّبْحِ بَيْنَهُمَا شَائِعًا) فَلَوْ عَيَّنَ قَدْرًا فَسَدَتْ (وَكَوْنُ نَصِيبِ كُلٍّ مِنْهُمَا مَعْلُومًا) عِنْدَ الْعَقْدِ.
وَمِنْ شُرُوطِهَا: كَوْنُ نَصِيبِ الْمُضَارِبِ مِنْ الرِّبْحِ حَتَّى لَوْ شَرَطَ لَهُ مِنْ رَأْسِ الْمَالِ أَوْ مِنْهُ وَمِنْ الرِّبْحِ فَسَدَتْ (الدر المختار مع رد المحتار(۵/۶۴۸)كتاب المضاربة)
(قَوْلُهُ وَتَصِحُّ مَعَ التَّسَاوِي فِي الْمَالِ دُونَ الرِّبْحِ وَعَكْسِهِ) وَهُوَ التَّفَاضُلُ فِي الْمَالِ وَالتَّسَاوِي فِي الرِّبْحِ… وَلَنَا قَوْلُهُ – عَلَيْهِ السَّلَامُ – «الرِّبْحُ عَلَى مَا شَرَطَا وَالْوَضِيعَةُ عَلَى قَدْرِ الْمَالَيْنِ» وَلَمْ يَفْصِلْ؛ وَلِأَنَّ الرِّبْحَ كَمَا يُسْتَحَقُّ بِالْمَالِ يُسْتَحَقُّ بِالْعَمَلِ كَمَا فِي الْمُضَارَبَةِ. (البحر الرائق(۵/۱۸۸)شركة العمال)

وَقَدْ يَكُونُ أَحَدُهُمَا أَحْذَقَ وَأَهْدَى أَوْ أَكْثَرَ عَمَلًا فَلَا يَرْضَى بِالْمُسَاوَاةِ فَمَسَّتْ الْحَاجَةُ إلَى التَّفَاضُلِ قَيَّدَ بِالشَّرِكَةِ فِي الرِّبْحِ؛ لِأَنَّ اشْتِرَاطَ الرِّبْحِ كُلِّهِ لِأَحَدِهِمَا غَيْرُ صَحِيحٍ؛ لِأَنَّهُ يَخْرُجُ الْعَقْدُ بِهِ مِنْ الشَّرِكَةِ وَمِنْ الْمُضَارَبَةِ أَيْضًا إلَى قَرْضٍ بِاشْتِرَاطِهِ لِلْعَامِلِ أَوْ إلَى بِضَاعَةٍ بِاشْتِرَاطِهِ لِرَبِّ الْمَالِ، وَهَذَا الْعَقْدُ يُشْبِهُ الْمُضَارَبَةَ مِنْ حَيْثُ إنَّهُ يَعْمَلُ فِي مَالِ الشَّرِيكِ وَيُشْبِهُ الشَّرِكَةَ اسْمًا وَعَمَلًا
۱۵/۳/۱۴۴۷ هـ ق
کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close